د لاس رسي وړ اتصالات

جنرال بهرامي: د افغان ځواکونو فشار به د کال تر پایه مخالفان خبرو ته چمتو کړي


د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست تیره اونۍ د ناتو د دفاع وزیرانو په غونډه کې د ګډون لپاره بروسل ته سفر کړی وو.
د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست تیره اونۍ د ناتو د دفاع وزیرانو په غونډه کې د ګډون لپاره بروسل ته سفر کړی وو.

د افغانستان د دفاع سرپرست وزیر جنرال طارق شاه بهرامي که څه هم دا مني چې دا مهال د افغانستان په ۲۱ ولایتونو کې په روانه جګړه کې په اوو یا اتو ولایتونو کې جګړه سخته ده، خو باور څرګندوي چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه به دا جګړه مهار کړي او خپل مخالفان پرینږدي چې خپلو ستراتیژیکو موخو ته ورسیږي.

جنرال بهرامي چې په بروکسل کې د ناټو د غړو هېوادونو د تېرې اونۍ په غونډه کې تر ګډون وروسته یې نن د سه شنبې په ورځ په کابل کې د یوې خبرې ناستې پر مهال خبریالانو ته وویل چې په روان کال کې به افغان ځواکونه پر خپلو وسلوالو مخالفانو دومره فشار راولي چې هغوی به دې ته اړ کړي چې د د کال ترپایه د جګړې پرځای د افغان حکومت سره د سولې خبرو ته حاضر شي.

جنرال بهرامي وویل " زه په دې باور یم چې د افغانستان دښمنان او د هغوی ملاتړي به په دې نتیجې ته ورسیږي چې د افغانستان د جګړې د حل لاره نظامي نه ده، بالاخره به د افغانستان د سولې پروسه نتیجه ورکړي او هیله لرم چې دا جګړه پای ته ورسیږي".

جنرال بهرامي همدارنګه وویل چې له سیاسي اړخه د افغان دولت وسله وال مخالفان او د هغوی ملاتړي تر فشار لاندې دي.

د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست دا مني چې د افغان دولت وسله والو مخالفانو په تېرو دریو میاشتو کې ځینې سیمې له افغان ځواکونو څخه نیولې، خو جنرال بهرامي وايي افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو دغه سیمې په لنډ وخت کې بېرته ترلاسه کړي دي.

دجنرال طارق شاه بهرامي په وینا چې وسله والو مخالفانو د بدخشان زیباک ولسوالي او د شکاشم ارتفاعي سیمې د دې لپاره ونیولې چې د بدخشان د شاه سلیم سرحدي سیمې له لارې یې له چترال سره یې وتړي او د افغانستان شمال شرق ته لار خلاصه کړي تر څو کندز بدخشان او تخار ولایتونو ته سقوط ورکړي.

هغه وویل افغان ځواکونو د زیباک ولسوالۍ په بیرته نیولو سره د خپلو مخالفانو دا پلان شنډ کړ.

جنرال بهرامي د کندز د جګړې په اړه وايي‌ چې هلته د طالبانو تر څنګ بهرني او د شاوخوا ولایتونو وسله وال هم رسېدلي، خو د ده په خبره چې پرون یې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې تلفات او همدارنګه نن د هغوی پر مرکزونوعملیات پېل شوي، او تر څنګ یې تازه دمه ځواکونه هم کندز ته رسېدلي.

جنرال بهرامي همدارنګه په ننګرهار کې د وسله والو مخالفینو د جګړې یادونه وکړه چې د ده په وینا د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو له خوا تر کنترول لاندې راغلي او وسله وال مخالفان ځپل شوي دي..

جنرال طارق شاه بهرامي په بروکسل کې د ناټو د غړو هېوادونو د دفاع د وزیرانو د غونډې په اړه وویل چې د غونډې پایلې له افغان دولت سره د نړیوالې ټولنې او ناټو غړو هېوادونو اوږدمهاله او دوامداره همکاري ښيي

جنرال بهرامي وايي نړیواله ټولنه پوهیږي چې د افغانستان خلک له ترهګرۍ سره د مبارزې په لومړۍ کرښه کې ولاړ دي او په دې لار کې یې ډېرې قربانۍ ورکړي.

جنرال بهرامي وویل" په همدې دلیل نړیواله ټولنې د ټولو ناټو غړو هېوادونو په تائید له افغان دولت سره د دوامداره سیاسي او نظامي ملاتړ ژمنه وکړه".

د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست همدارنګه وویل،د هغه تړون له مخې چې د افغان دولت او نړیوالې ټولنې تر منځ شوی په نژدې وخت کې به په افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو کې کیفي بدلون راشي.

د افغانستان د دفاع سرپرست وزیر زیاته کړه چې د څلور کلن امنیتي پلان له مخې به د افغانستان ځانګړي ځواکونه دوه چنده شي او همدارنګه به هوايي ځواکونو پیاوړي شي چې د اوسنیو جنګي الوتکو ځای به نوې الوتکې ونیسي.

XS
SM
MD
LG