د لاس رسي وړ اتصالات

دوستم او په شمال کې یوه میاشت پوځي عملیات


جنرال دوستم د افغان ځواکونو د چارو د لا ښه تنظیم او هغوی ته د روحیې ورکولو لپاره شمال ته تللی دی.
جنرال دوستم د افغان ځواکونو د چارو د لا ښه تنظیم او هغوی ته د روحیې ورکولو لپاره شمال ته تللی دی.

د افغانستان د ولسمشر لومړی مرستیال عبدالرشید دوستم چې خپل ځان "پاچا ټاکونکی" هم بولي، له نژدې یوې میاشتې راهیسې په شمال کې دی او د طالبانو د ځپلو او شړلو په نامه عملیاتو مشري کوي.

د ښاغلي دوستم له قوله د ملي جنبش د ګوند پر فیسبوک پاڼې لیکل شوي چې"موږ به طالبان له فاریاب څخه وشړو. که د خدای رضاه وه، فاریاب ته له رسېدو سره سم به، خلک وهڅوم چې بېرته یې له طالبانو څخه ونیسي. تاسو به وګورﺉ چې ښځې به هم طالبان په تېږو وولي. زه هلته تر یو میلیون ډېر ملاتړي لرم".

دوستم ته نږدې سرچینو ویلي چې په تیرو څو اوونیو کې طالبان په فاریاب، جوزجان او سرپل ولایتونو کې سخت ځپل شوي دي. تر اوسه څرګنده نده چې د جنرال دوستم په مشرۍ پوځي عملیاتو کې څومره کسان وژل شوي دي.

جنرال دوستم د ملي جنبش د ګوند مشر هم دی او پدې وروستیو کې یې له دوو نورو جهادي ګوندنو، د جمعیت اسلامي او وحدت اسلامي، سره اییتلاف وکړ.

ښاغلي دوستم ویلي چې د هېواد شمال ته د ولسمشر غني په لارښوونې تللی او هر کار د ولسمشر په مشورې کوي.

ده ویلي چې د افغان ځواکونو د پوځي چارو د لا ښه تنظیمولو او هغوی د روحيې د لوړولو لپاره شمال ته تللی، چې یو شمېر افغان قومندانان هم د هغه دغه کار اغیزناک بللی دی.

د ولسمشر مرستیال

جنرال دوستم پداسې حال کې په شمالي ولایتونو کې په پوځي عملیاتو بوخت دی چې ولسمشر غني له یوې اوونۍ راهیسې د درملنې لپاره جرمني ته تللی.

د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ د حکومت سرپرست مشر ندی معرفي کړې خو د اساسي قانون له مخې د ولسمشر په نشتون کې لمړی مرستیال د حکومت د چارو مشري کوي.

د ولسې جرګې غړې ساهره شریف اندېښنه لري هسې نه چې د دوستم د دغو فعالیتونو تر شا کومه بله قومي او ژبنۍ کیسه نه وي.
د ولسې جرګې غړې ساهره شریف اندېښنه لري هسې نه چې د دوستم د دغو فعالیتونو تر شا کومه بله قومي او ژبنۍ کیسه نه وي.

د فرانسې خبري اژانس راپور ورکړی چې جنرال په فاریاب کې د طالبانو پر ضد نهه زره جنګیالي چمتو کړي دي. خو جنرال دوستم ټینګار کړی چې خپلسري ملیشې نه جوړوي او له حکومتي ځواکونو نه د طالبانو په ځپلو کې کار اخلي.

که څه هم جنرال دوستم خپل پلویان لري خو د ولسي جرګې غړې ساهره شریف اندیښنه لري چې د ولسمشر مرستیال ښايي په شمالي ولایتونو کې خپل قومي سیاست پلی کړي.

میرمن شریف وویل "زه یوازې نه، بلکې هر افغان دا اندېښنه لري، هسې نه له دې لارې بیا د ملېشو او د سیمه اییزو وسله والو ډلو ټپلو جوړولو ته لاره خلاصه شي چې، افغانستان یو وارې بیا نویمو کلونو ته ور ونه ګرځي او د افغان امنیتي ځواکونو لاس ته راوړنې په سیند لاهو نشي".

ځينو ناتایید شوو راپورنو کې دا هم ویل شوي چې شمالي ولایتونو کې د وروستیو پوځي عملیاتو له کبله په سلګونه کورنۍ، په ځانګړې توګه پښتون توکمه، له خپلو مېنو بې ځایه شوي دي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG