د لاس رسي وړ اتصالات

ځانګړو ځواکونو قوماندان:مخالفانو سره د بهرنیو د وسلو د مرستو اسناد لرو


افغان حکومت سږکال د ځانګړو ځواکونو فرقه قول اردو کچې ته لوړه کړه.
افغان حکومت سږکال د ځانګړو ځواکونو فرقه قول اردو کچې ته لوړه کړه.

د افغان ځانګړو ځواکونو قوماندان وایي، چې د افغان حکومت وسله والو مخالفانو ته د یو شمیر هیوادونو له خوا د وسلو د برابرولو په اړه اسناد لري، خو دوی په دې لا هم کار کوي چې دا وسلې د وسلو خرڅولو په بازارونو کې اخیستل شوي او که د بهرنیو هیوادونو له خوا ورته برابرې شوي دي.

د افغانستان د ځانګړو ځواکونو قوماندان جنرال بسم الله وزیري، امریکا غږ اشنا راډیو سره په ځانګړې مرکه کې وویل، چې د افغانستان د جګړې د اوږدیدو له امله د دغه هیواد د سرحدونو بهر د وسلو د خرڅلاو لوی بازارونه هم جوړ شوي دي.

جنرال وزیري وویل " مونږ بعضې د ښکاره مداخلې د بعضې ملکونو د وسلو او نورو اسناد لرو، د هغې بیلګې مونږ سره شته".

د افغانستان د ځانګړو ځواکونو د قول اردو قوماندان، د دې ویلو څخه ډډه وکړه چې د افغان حکومت وسله والو مخالفانو ته دا وسلې د کومو هیوادونو له خوا برابریږي، خو یوازې دومره یې وویل، چې په تور بازار کې د وسلو خرڅلاو ته په کتنې دا معلومول وخت ته اړتیا لري، چې وسله والو مخالفانو ته وسلې کوم هیواد ورکړي او که هغوی په تور بازار کې اخیستي دي.

جنرال وزیري وویل " تاسو پوهیږئ چې په تور بازار کې چې کومې وسلې یا کوم شیان راځي د هغې مارک او د هغې د موډل پیژندنه یو وخت غواړي چې هغه د مسلکي کسانو له خوا تشریح شي".

د افغان ځانګړو ځواکونو قوماندان وویل چې د افغانستان له سرحدونو بهر د وسلو د خرڅولو په تور بازار کې زړې او نوې وسلې هم پلورل کیږي.

جنرال وزیري د ځانګړو ځواکونو د تشکیلاتو په هکله د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، چې اوس د ځانګړو عملیاتو قول اردو د ځانګړو ځواکونو څلور لوا لري، چې په پسرلي کې به د جګړې ډګر کې ورڅخه کار واخیستل شي.

د ځانګړو ځواکونو قوماندان وویل، د امریکایي ځواکونو سربیره د پولینډ او سلواکیه روزونکي هم ورسره د ځواکونو په روزنه کې مرسته کوي.

هغه وویل، چې لا تراوسه د امریکا نور اضافي سلاکاران او روزونکي د ځانګړو ځواکونو د روزنې لپاره دغو ځواکونو قوماندانۍ ته نه دي سیدلي.

د ځانګړو ځواکونو دغه قوماندان وویل، چې د شپنیو عملیاتو سربیره هره ورځ د افغان حکومت د وسله والو مخالفانو پر وړاندې هم عملیات ترسره کوي.

هغه د ننګرهار په ولایت کې د اسلامي دولت یا داعش د وسله والې ډلې پر وړاندې خپل عملیات ډیر بریالي وبلل او ادعا یې وکړه، چې د ځانګړو ځواکونو د عملیاتو له امله ددغه ولایت ډیرې سیمې د داعش له وسله والو پاکې شوي دي.

جنرال وزیري وویل "لکه څنګه چې پوهیږئ عمده ځای یې د ننګرهار په جنوب کې وو، چې اچین، شینواري، کوټ او مهمنددرې مسلمان ولس د دوی له شر څخه ډیر په تکلیف وو، له دوی څخه یې ځایونه، ځمکې، دکانونه، تجارت او کاربار اخیتسی وو، مونږ په دې تیرو نهو میاشتو کې د دوی په مقابل کې په دغو مختلفو ولسوالیو کې چې ما یې نومونه واخیستل خپل ځانګړي عملیات پیل کړي دي، الحمدالله ډیرې لاس ته راوړنې لرو".

د افغانستان د ځانګړو عملیاتو قول اردو، سږکال د فرقې څخه د قول اردو کچې ته لوړه شوه. دمخه په دغو ځواکونو کې اولس زرو پورې سرتیرو د دوو لوا په لسو کنډکونو کې فعالیت کوه، خو اوس د دغو ځواکونو په تشکیلاتو کې د ملي اردو دوه ضربتي لوا ورزیاتي شوي چې ورسره د دغو ځواکونو شمیر هم دوه چنده زیات شوی دی.

XS
SM
MD
LG