د لاس رسي وړ اتصالات

جنرال دوستم د راروانې اونۍ په سر کې کابل ته ستنیږي


په تیرو اتلس ورځو کې د افغانستان په اکثرو شمالي ولایتونو کې وطن ته د جنرال دوستم د ستنیدلو په ملاتړ لاریونونه شوي دي.
په تیرو اتلس ورځو کې د افغانستان په اکثرو شمالي ولایتونو کې وطن ته د جنرال دوستم د ستنیدلو په ملاتړ لاریونونه شوي دي.

د افغانستان د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال دفتر وايي، چې ټاکل شوې د جنرال عبدالرشید دوستم به د را روانې اونۍ په سر کې په ترکیه کې د اوږدې جلا وطنۍ وروسته کابل ته ستون شي.

د جنرال عبدالرشید دوستم د هرکلي د مراسمو د رسنیو د چارو تنظیموونکي کنشکا ترکستاني د جمعې په ورځ ( چنګاښ ۲۹ مه) امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې له انقرې څخه کابل ته د افغانستان د لومړي مرستیال د ستنیدلو لپاره چمتوالی بشپړ شوی او ټاکل شوې، چې هغه به د یکشنبې په ورځ کابل ته ستون شي.

ښاغلي ترکستاني وویل "د جمهوري ریاست لومړی مرستیال جلالتماب جنرال عبدالرشید دوستم انشاالله تر دوه نورو ورځو هیواد ته ستنیږي او ورته ټول تشریفات نیول شوي، مونږ د کابل په ښار کې د هغه هرکلي ته چمتو یو او جنرال دوستم د لومړي مرستیال په توګه خپلې وظیفې ته ورستنیږي ".

د افغانستان جمهوري ریاست کابل ته د یکشنبې په ورځ د جنرال دوستم د ستنیدلو په اړه د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال د دفتر څرګندونې نه تائید کړي او نه هم ردې کړي دي.

د جمهوري ریاست مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي امریکا غږ اشنا راډيو ته وویل، چې په دې مسله دې د جنرال دوستم له دفتر سره خبرې وشي.

جمهور رئیس محمد اشرف غني تیره اونۍ کابل کې یو خبري کنفرانس ته وویل، چې له ترکیې څخه افغانستان ته د جنرال عبدالرشید دوستم د ستنیدلو احتمال خورا زیات دی.

جمهور رئیس غني وویل، چې د دې لپاره چې د جنرال دوستم مسله حقوقي مسله ده د ستنیدلو په اړه د لویې څارنوالۍ سره خبرې روانې دي.

جنرال عبدالرشید دوستم د ستنیدلو مسله وروسته له هغې په جدي ډول مطرح شوه، چې افغان امنیتي ځواکونو د فاریاب په ولایت کې د ښاغلي دوستم یو پلوي قومندان نظام الدین قیصاري د قانوني سرغړونو په تور ونیو او بندي یې کړ.

د قومندان قیصاري د نیولو وروسته د افغانستان په اکثرو شمالي ولایتونو کې د هغه د خوشې کیدو او وطن ته د جنرال عبدالرشید دوستم د ستنیدلو لپاره پراخ لاریونونه شوي، چې په یو شمیر شمالي ولایتونو کې یې لړۍ لا هم روانه ده.

د دغو لاریونو په ترڅ کې د جنرال دوستم پلویانو په یو شمیر ولایتونو کې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون دفترونه او هم ځینې دولتي ادارې تړلي دي.

جنرال دوستم له یو کال څخه د زیاتې مودې لپاره د ترکیې د انقرې په ښار کې د جلا وطنۍ ژوند تیروي.

تیرکال د جولای په میاشت کې کله چې هغه غوښتل د انقرې څخه د بلخ ولایت مرکز مزارشریف ښار ته ستون شي، د سپرلې الوتکې ته یې د مولانا جلال الدین بلخي په نړیوال هوايي ډګر کې کښته کیدو اجازه ورنکړل شوه او هغه مجبور شو، چې بیرته په خپله چارټر شوې الوتکه کې انقرې ته ستون شي.

پر جنرال دوستم او د هغه پر ساتوونکو باندې د جوزجان د پخواني والي احمد ایشچي د جنسي زورونې ترونه لګیدلي د ي.

احمد ایشچي امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې که افغان عدلي او قضایي ادارې د ده دوسیه ونه څیړي نو دی به خپله دوسیه نړیوالو محکمو ته وړاندې کړي.

XS
SM
MD
LG