د لاس رسي وړ اتصالات

جنرال دوستم کابل ته راغی


جنرال دوستم په داسې حال کې کابل ته ستنیږي، چې د تیرو ۱۹ ورځو راهیسې د هغه پلویانو په یو شمیر ولایتونو کې لاریوونه کړي
جنرال دوستم په داسې حال کې کابل ته ستنیږي، چې د تیرو ۱۹ ورځو راهیسې د هغه پلویانو په یو شمیر ولایتونو کې لاریوونه کړي

د افغانستان د ولسمشر لومړی مرستیال جنرال دوستم کابل ته را ورسېده. هغه شاوخوا ۱۴ میاشتې په ترکیه کې و.

د افغانستان د جمهوري رباست لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم ته د ترکیې څخه کابل ته د ستنیدلو پر مهال نن د یکشنبې په ورځ (چنګاښ ۳۱ مه) د حامد کرزي په نړیوال هوايي ډګر کې د افغانستان جمهوري ریاست دوهم مرستیال محمد سرور دانش، د افغان حکومت یو یو شمیر لوړپوړو چارواکو،د ملي اسلامي جنبش د ګوند د مشرانو او د جنرال یو شمیر سیاسي ملاتړو له خوا هرکلی وویل شو.

کله چې د جنرال دوستم الوتکه په هوايي ډګر ښکته شوه، د افغانستان دوهم مرستیال محمد سرور دانش، د بلخ پخوانی والي عطا محمد نور، د افغانستان د خلکو د وحدت ګوند مشر حاجي محمد محقق او د افغانستان د جمهوري ریاست پخوانی مرستیال احمد ضیا مسعود، د هغه هرکلي لپاره الوتکې ته ورغلل.

جنرال دوستم په هوايي ډګر کې د خپلو بدرګه کوونکو سره د روغبړ وروسته د صدرات ماڼۍ په لور حرکت وکړ.

ټاکل شوې، جنرال عبدالرشید دوستم به د خپلو پلویانو او ملاتړو سره د صدرات په ماڼۍ کې د خپل کار په دفتر کې وویني.

د کابل د هوايي ډګر څخه د صدرات ماڼۍ پورې د لارې په اوږدو کې سخت امنیتي ترتیبات نیول شوي وو او د سړک دواړو غاړو ته د جنرال دوستم عکسونه ځړول شوي دي

د جنرال دوستم د هرکلي د مراسم د ملي راډیو تلویزیون څخه نیغ په نیغه خپریدل او خبریالانو هم د افغان حکومت د رسنیو له مرکز څخه د لرې فاصلې څخه د جنرال دوستم د ستنیدلو مراسم څارل.

ټاکل شوې جنرال دوستم به د صدرات په ماڼۍ کې خپلو پلویانو یوې غونډې ته وینا هم وکړي.

دمخه معلومات

د ولسمشر د لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم دفتر وايي، چې له ترکیې څخه کابل ته د جنرال عبدالرشید دوستم ستنیدلو لپاره پوره تیاری نیول شوی او ټاکل شوې، چې د ولسمشر دوهم مرستیال محمدسرور دانش به د حامد کرزي په نړیوال هوايي ډګر کې هغه ته هرکلی ووایي.

د افغانستان د ملي اسلامي جنبش د ګوند غړی او د جنرال دوستم د راتګ د مراسمو مطبوعاتي مسؤل کنشکا ترکستاني امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل ،چې د حکومت له لوري ځانګړي تشریفاتي مراسم د جنرال عبدالرشید دوستم راتګ ته نیول شوي دي.

ښاغلي ترکستاني وویل" لوړ پوړي دولتي چارواکي، د کابینې غړي، مطرح سیاستوال به د جنرال عبدالرشید دوستم هرکلی وکړي".

د ښاغلي ترکستاني په ويناء جنرال دوستم نن مازیګر څلور بجې له ترکیې څخه کابل ته رسیږي.

نن د حامد کرزي هوايي ډګر ته په عځېدلي سړک د جنرال عبدالرشید دوستم انځورونه ځړېدلي دي.

جنرال دوستم د ۲۰۱۷ کال د می په میاشت کې ترکیې ته د درملنې لپاره تللی وو، خو وطن ته د ستنیدلو لپاره د لیوالتیا سره سره هغه له یو کال څخه د زیاتې مودې لپاره په انقره کې پاتې شو.

جنرال دوستم ترکیې ته هغه مهال په سفر لاړ، چې هغه او څو ساتوونکو باندې د جوزجان د پخواني والي احمد ایشچي د جنسي زورونې تورونه ولګیدل او لویې څارنوالۍ د احمد ایشچي قضیه کې د جنرال دوستم او د هغه د یو شمیر ساتوونکو څخه پلټنې پیل کړې.

که څه هم ارګ وايي، چې د جنرال عبدالرشید دوستم حقوقي قضیه به څېړل کیږي، خو د جنبش د ګوند مرستیال مولوي عبدالله قرلق امریکا غږ ته ویلي، چې دا د حکومت کار دی او جنرال دوستم حقوقي قضیه نه څېړل کیږي.

د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري تېره ورځ یوه خبري کنفرانس ته وویل چې جنرال دوستم به بیرته خپله دنده پیل کړي.

د افغانستان د ملي اسلامي جنبش ګوند هم دا وايي، چې جنرال دوستم به نن د یکشنبې په ورځ (چنګاښ ۳۱ مه)راسا له هوايي ډګر نه د صدارت اعظمی ماڼۍ چېرې چې د هغه د جمهوري ریاست د لومړني معاونیت دفتر دی لاړ شي او خلک به یې هرکلی وکړي.

احمد ایشچي امریکا غږ اشنا تلویزیون ته ویلي، چې که افغان عدلي او قضایي ادارې د ده دوسیه ونه څیړي نو دی به نړیوالو محکمو ته خپله دوسیه وړاندې کړي.

XS
SM
MD
LG