د لاس رسي وړ اتصالات

جنرال کمپبل: افعانستان عراق نه دی


جنرال کمپبل د پنجشنبې په ورځ د امریکا د سنا د وسلو والو قواوو د کمېټې په استماعیه غونډه کې خبرې وکړي.
جنرال کمپبل د پنجشنبې په ورځ د امریکا د سنا د وسلو والو قواوو د کمېټې په استماعیه غونډه کې خبرې وکړي.

په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان کمپبل وايي چې افغانستان عراق نه دی او نه هم په دې هېواد کې خلګ پر مذهبي ډلو او قومونو ویشل شوي دي.

جنرال کمپبل داسي وویل «افغانستان او عراق فرق لري. افغانان جنګیالي خلګ دي. هغوی ملي غرور لري او پر شیعه او سني یا تاجکو پښتنو باندې نه دې ویشل شوي. دوي د افغانستان د تیرو انتخاباتو په جریان کې دغه مسله ثبوت کړه او د سیاسي جریان پرمهال پر قومونو ونه ویشل شول.»

جنرال کمپبل د پنجشنبې په ورځ د امریکا د سنا د وسلو والو قواوو د کمېټې په یوې استماعیه غونډه کې د افغانستان د وضیعت په هکله خبرې وکړې او د کمېټې د غړو پښتنو ته یې ځوابونه وړاندي کړل.

جنرال کمپبل وویل چې افغان امنیتي ځواکونه قوي دي او مونږ نوره مرسته او همکاري هم ورسره کوو چې د سږکال په پسرلي کې احتمالي جګړې دپاره آماده واوسي.

نوموړي زیاته کړه چې اوس ناټو په محاربوي ماموریتونو کې برخه نه اخلي خو افغان امنیتي ځواکونو ته د وزارتونو او قول اردوګانو په کچه سلامشورې ورکوي. جنرال کمپبل وویل چې د افغانستان د ځانګړو قواوو سره ناټو د کنډک په سطحه لا سلامشورې او مرستې کوي.

د افغانانو نظر

جنرال کمپبل د سنا د وسله والو قواوو کمیټې ته وویل چې اکثریت افغانان په دغه هېواد کې د امریکا د حضور سره مخالفت نلري او د امریکا مرستو ته لبیک وايي.

خو د سنا غړو په افغانستان کې د افغان ځواکونو له خوا پر امریکايي او بهرنیوو ځواکونو باندې د بریدونو په هکله اندېښنې څرګندې کړې.

جنرال کمپبل وویل چې په دغو حملو کې ډیر زیات کموالی راغلی دی او ناټو د افغان ملي امنیتي ځواکونو د مشرتابه سره ددغه راز بریدونو د مخنیوي په هکله له نږدې کار کړی دی او د تیرو پېښو څخه یې زیاتې تجربې ترلاسه کړي دي چې دغو تجربو د نورو حملو په مخنیوي کې مرسته کړې ده.

د ناټو عمومي قوماندان وویل «مونږ خپل نهايي کوښښ کوو چې دغه راز حملې رامنځ ته نشي چې وروستۍ پېښه یې د کابل په نظامي هوايي دګر کې رامنځ ته شوه او یوه افغان عسکر پر درو امریکايي قراردادیانو باندې برید وکړ او ویې وژل. مونږ د دې پېښې نه ډیر څه زده کړل او په راتلونکې کې به دغه تجارب د دې راز پېښو په مخنیوي کې ګټور ثابت شي.»

د یادونې وړ ده چې طالبان تل ددغه راز حملو مسولیت په غاړه اخلي خو افغان او امریکايي پوځیان بیا وايي چې ددغو بریدونو لامل تر زیاته بریده خپل مینځي اختلافات او شخړې وي او د طالبانو سره هیڅ تړاو نلري.

افغان امنیتي ځواکونه او طالبان

جنرال کمپبل وویل چې طالبان اوس هم په قوت کې دي خو افغان ملي امنیتي ځواکونو پرې غېښتلي دي.

هغه داسې وویل «طالبان سیمې نشي نیولای او که یې وهم نیسي نو افغان ملي امنیتي ځواکونو یې د څو ساعتونو په موده کې بیرته ځیني نیسي او د هغه ځای یې پسي اخلي. دوي به پخوا د ځينو ولسوالیوو مرکزونه نیول خو اوس ټول څه بدل شوي دي.»

جنرال کمپبل زیاته کړه چې طالبان په «آسانه اهدافو» پسې ګرځي او داسې پوستې په نښه کوي چې دوه یا درې افغان امنیتي ځواکونه په کښي ځای پرځای وي او د غټو حملو توان نلري.

جنرال کمپیل وویل چې افغان ملي امنیتي ځواکونه په بشپړه توګه د دې وړتیا لري چې دافغانستان په بیلابیلو برخو کې مستقل عملیات ترسه کړي.

هغه داسي وویل «د استخباراتو په برخه کې افغان ملي امنیتي ځواکونه په ګډه کار سره کوي، د هوايي عملیاتو په برخه کې یې قابلیتونه مخ پر ښه کېدو دي او د لوژستیک په برخه کې یې هم پرمختګونه شوي دي.»

داعش او طالبان

په افغانستان کې د اسلامي دولت یا داعش د نفوذ په هکله جنرال کمپبل وویل چې په دې برخه کې یې د افغانستان د جمهور رئیس اشرف غني سره موجودې اندېښنې شریکې کړي دي.

خو هغه وویل چې د طالبانو محدود غړو د داعش څخه د ملاتړ اعلان کړی هغه هم په دې دلیل چې د کلونو راهیسې یې خپل مشر ملا عمر نه دی لیدلی خو طالبان او داعش دوې بیلې ډلې دي چې یوه بل ته به غاړه کښېنږي او جګړه به سره وکړي.

د سولې د بهیر په برخه کې جنرال کمپیل وویل چې د افغانستان اکثریت خلګ د افغانستان د ملي وحدت د حکومت طرفدار دي او سوله غواړي.

د طالبانو سره د سولې د خبرو په برخه کې، جنرال کمپبل د سنا غړو ته وویل چې ولسمشر غني ورته ویلي دي چې ۷۰ په سلو کې طالبان د سولې طرفداره دي.

نوموړي زیاته کړه چې په طالبانو کې یوه محدوده فیصده شته چې د سولې سره لیوالتیا نلري خو جمهور رئیس غني او اجرایه ریْس عبدالله عبدالله هڅه کوي چې د افغانستان د سولې بهیر بریالی شي.

  • 16x9 Image

    حسیب الکوزی

    حسیب الکوزی د ۲۰۰۹ کال راهیسې د امریکا غږ سره په واشنګټن کي کار کوي. الکوزي د امریکا د جورجټون د پوهنتون څخه د نړیوالو اړیکو  په برخه کي د لیسانس سند ترلاسه کړی او د امریکا د جانس هاپکینز د پوهنتون څخه يې د نړیوال امنیت او اقتصاد  په برخه کې ماستړي اخیستې ده. اوسمهال د امریکن  پوهنتون څخه د نړیوال پرمختګ په برخه کې پر خپلې دویمې ماسټرۍ کار کوي.  هغه د ویب پاڼې ترڅنګ د آشنا راډیو خبري او سیاسي خپرونې پر مخ بیايي او د آشنا تلویزون سره هم همکاري لري. امریکا ته د راتګ څخه مخکي یې په افغانستان کي په بیلابیلو  نړیوالو ادارو کې کار کړی دی.

XS
SM
MD
LG