د لاس رسي وړ اتصالات

سبا د افغانستان په اړه د ژنیو کنفرانس پیل کیږي


ټاکل شوې د روانې نومبر میاشتې پر ۲۳مه او ۳۴مه د فنلنډ په کوربتوب د افغانستان په اړه د نړیوالې ټولنې لخوا د ژنیو کنفرانس تر سره شي.

په دغه دوه ورځني کنفرانس کې به نړیوال سازمانونه او هیوادونه د راتلونکو څلورو کلونو لپاره له افغانستان سره دخپلو مالي مرستو د دوام په اړه پرېکړه وکړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي چې د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر او د مالیې وزیر عبدالهادي ارغندیوال په یاد کنفرانس کې د ګډون لپاره سویس ته رسېدلي دي.

د افغانستان په اړه د ژنیو کفرانس د «تلپاتې سولې او پر ځان بساینې» په نوم د ولسمشر محمد اشرف غني او ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوتریش په ویناو سره پرانیستل کیږي.

د کنفرانس جوړېدو ترڅنګ ټاکل شوې سبا دوشنبه د یاد کنفرانس له ترسره کېدو مخکې هم په افغانستان کې د ستونزو، په ځانګړي ډول د تلپاتې سولې ټینګېدو، له فساد سره مبارزې او له دغه هیواد سره د نړیوالو د مرستو په اړه هم خبرې ناستې تر سره شي.

د افغانستان د مالیې وزارت د ویاند شمروز خان مسجدي په وینا ټاکل شوې په دغه کنفرانس کې د شااوخوا ۸۰ هیوادونو استازي په انلاین ډول ګډون وکړي.

ښاغلی مسجدي چې دا مهال په سویس کې دی ویلي چې د یاد کنفرانس تر سره کېدو لپاره ټول چمتووالی نیول شوی او د ځینو هیوادونو استازي به په حضوري ډول ګډون وکړي.

د فنلند د بهرنیو چارو وزیر پیکا هاویستو، ویلي چې یو عمده بدلون د مرستو ارزول د څلور کالو څخه یو کال ته راټیټیدل دي. د فنلند د بهرنیو چارو وزیر وویل مرسته کوونکې ټولنه نه غواړي چې د تیرو ۱۹ کلونو لاسته راوړنې له منځه لاړې شي.

XS
SM
MD
LG