د لاس رسي وړ اتصالات

جارج کلوني د ٢٠١٨ کال د تر ټولو بډایه اداکار دی


د امریکا د فوربز مجله وایي چې د امریکا مشهور اداکار جارج کلوني سږ کال د ترټولو بډایه اداکار دی.

کلوني روان کال ٢۴ سل زره امریکایي ډالره گټلې دي.

د یادونې وړ ده چې سږ کال جارج کلوني په نوي فلم کې اداکاري نده کړی خو د هغه د پخوانیو فلمونو او په اشتهارونو کې د کار نه هغه دومره پیسې گټلې دي

د کلوني نه وروسته په دوهم نمبر ډوین جانسن دی، هغه ١٢ سوه زره ډالر گټلې. فوربز لیکي چې ښاغلی جانسن په ټولنیزو رسنیو ډیر تعقیب کونکي لري او د هغې په وسیله یې دومره ډیرې پیسې گټلي دي.

XS
SM
MD
LG