د لاس رسي وړ اتصالات

یوه مرستندویه ډله هڅه کوي افغانستان څخه د جرمني د پوځ افغان همکاران وباسي 


د تیرکال د اګست د ۱۵ تر ۳۱ پورې د افغانستان څخه د تخلیې د عملیاتو په ترڅ کې شاوخوا ۱۲۴زره کسان چې په عمومي توګه افغانان وو د متحده ایالاتو، بریتانیا، جرمني او نورو هیوادونو له لورې ددې هیواد نه بهر انتقال کړای شول، خو لا هم په زرګونو افغانان په افغانستان کې پاته دي چې په تیرو ۲۰ کلونو کې یې د بهرنیو ځواکونو سره کار کړی او د طالبانو له لورې له ګواښ سره مخامخ دي.

د جرمني متقاعد پوځي مارکوس ګروتیان چې د یوې مرستندویه ټولنې رئیس دی او هڅه کوي هغه افغانان چې په افغانستان کې یې د جرمني له پوځ سره کار کړی له هغه هیواد څخه وباسي، وايي پدې اړه یې په برلین کې د حکومت له مقاماتو سره خبرې پیل کړي، خو دغه خبرې ورو پرمخ ځي.

ښاغلي ګروتیان چې پخپله په ۲۰۱۱ کال کې یې د کندز په ښار کې دنده ترسره کوله ویلي دي، اټکل کیږي چې ۱۲زره کسان لا هم جرمني ته د تللو د شرایطو لرونکي دي.

د جرمني د حکومت مقامات وایي خپله ټوله هڅه کوي چې د پوځ پخواني محلي کارکوونکي د افغانستان وباسي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل: "ایا مونږ له هغه چټکتیا څخه چې خلک له افغانستان څخه یو امن ځای ته اتقال کړو راضي یو؟ نه، بالکل نه."

ددغه جرمني مقام په وینا پر افغانستان باندې د طالبانو له واکمن کیدو راهیسې جرمني شاوخوا ۱۱۷۰۰ ویزې افغانانو ته صادرې کړې دي، خو د هغه په وینا اوس د افغانانو ایستل مشکل شوي، ځکه جرمني اوسمهال په افغانستان کې سفارت یا قنسولګري نلري.

یو ۳۰ کلن افغان چې احمد نومیږي د جرمني پوځ ته یې کار کاوه، د هغه زیات شمیر نورو افغانانو په څیر د تخلیې د عملیاتو په ترڅ کې له افغانستان څخه ندی ایستل شوی او اوس یې له ډاره ځان پټ کړی دی.

هغه د سکایپ له لارې د رویټرز اژانس ته وویل: "ډاډمن یم کله چې طالبان پوه شي چې ما د آیساف لپاره کار کاوه، هغه به زما د ژوند وروستۍ ورځ وي."

احمد وایي وروستی ځل یې د اکتوبر په میاشت کې د جرمني د دفاع وزارت سره تماس درلود او ورته یې ویلي وو چې "مونږ تا باسو"، خو له هغې وروسته هیڅ ونه شول.

اوس احمد د جرمني د یوې خصوصي مرستندویه ډلې سره چې "د افغانستان د محلي ځواکونو د ملاتړ شبکه" نومیږي او هڅه کوي د احمد په څیر کسان له افغانستان څخه وباسي په تماس کې دی چې هغه له دې هیواد نه وباسي.

ښاغلي ګروتیان چې ددې ډلې رئیس دی وایي چې تر اوسه یې د جرمني د پوځ شاوخوا ۳۰۰ افغان همکاران د پاکستان یا ایران له لارې جرمني ته انتقال کړي دي.

هغه د طالبانو له لورې د بشري حقونو څخه د تیري رپوټونو ته په اشارې په ځانګړې توګه د هغو کسانو په نښه کولو ته چې د بهرنیو ځواکونو سره یې کار کړی، وویل "مونږ باید اقدام وکړو. "

XS
SM
MD
LG