د لاس رسي وړ اتصالات

د اروپايي ټولنې ۱۵ غړي هیوادونه ۴۰زره افغان کډوال مني


د اروپایي ټولنې یو شمیر غړو هیوادونو توافق کړی دی چې څلویښت زره افغان کډوال به ومني.

د اروپایي ټولنې د کورنیو چارو کمیشنیرې یلوا جوهانسن د ډسمبر په نهمه (لیدنۍ ۱۸) ددې ټولنې د کورنیو چارو له وزیرانو سره تر ملاقات وروسته دا خبر تائید کړ.

د هغه سند له مخې چې فرانس پرس خبري آژانس لیدلی، جرمني ۲۵۰۰۰ ، هالنډ ۳۱۵۹، فرانسه ۲۵۰۰ او ۱۲ نور هیوادونه به لږ شمیر افغان کډوال ومني.

میرمن جوهانسن دا د یووالي یو موثر ګام وباله او ویې ویل پکار ده افغانانو ته د کنټرول شوي‌ مهاجرت زمینه مساعده شي څو اروپا ته د هغوی د غیر منظم راتګ مخنیوی وشي.

له دې مخکې د کډوالو‌ په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ له اروپایي ټولنې غوښتي وو چې د پنځو کلونو په جریان کې ۴۲۵۰۰ افغانان ومني‌ خو یو شمیر اروپایي هیوادونو دا غوښتنه رد کړې وه.

اوسمهال کابو ۸۵ زره افغان کډوالو د اروپايي ټولنې نږدې هیوادونو ته پناه وړې ده او ددې امکان شته چې د طالبانو د واکمنیدو او د شدیدې وچکالۍ له امله نور افغانان هم کډوالۍ ته مجبور شي.

د امریکايي پوځیانو له وتلو وروسته او په اګست میاشت کې واک ته د طالبانو په ستنیدو سره، د اروپایي ټولنې ۲۴ غړو هیوادونو ۲۸ زره تخلیه شویو کسانو ته ځای ورکړی دی.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ رئیس فلیپو ګرانډې خبرداری ورکړی هغه ۸۵ زره افغانان چې د اروپایي ټولنې بهر ژوند کوي‌ ناوړه وضعیت لري ، کورونو ته ضرورت لري‌ او له اروپايي ټولنې یې وغوښتل چې نیمایي دغه کسان ومني.

د یادې ټولنې د سند پر اساس، دا ۴۰ زره افغانان د هغو ۶۰ زرو کسانو د بشر دوستانه او اسکان مجدد پروګرام له ډلې څخه دي چې اروپايي ټولنې یې د منلو ژمنه کړیده.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنیدو وروسته، د خارجي موسساتو او بهرنیو ځواکونو ګڼ شمیر افغان همکاران، د پخواني حکومت پوځي غړي، مدني فعالان، خبریالان او هنرمندان د طالبانو د غچ اخیستونکو اقداماتو له ویرې له افغانستان څخه وتلي دي.

XS
SM
MD
LG