د لاس رسي وړ اتصالات

د هالنډ او جرمني‌ استازو له طالب مشرانو سره کتلي


ملا عبالغني برادر د جرمني له استازو سره د ليدنې پر مهال
ملا عبالغني برادر د جرمني له استازو سره د ليدنې پر مهال

طالبان وايي چې د هالنډ او جرمني استازو د هغوی د حکومت د رئیس الوزراء له مرستيالانو ملا برادر او ملا عبدالسلام حنفي سره کتلي دي.

دغه ليدنه چې نن پنجشنبه نومبر ۱۸ (لړم۲۶) په ارګ کې شوې او دواړو لوریو د افغانستان او یادو هیوادونو ترمنځ د اړیکو، بشري مرستو او په افغانستان کې د اقتصادي، اجتماعي او بشري وضعیت د ښه والي په اړه بحث او خبرې کړي.

د طالبانو د وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې ملا عبدالغني برادر ويلي چې د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ بايد پرېښودل شي. هغه زياته کړې: "موږ غواړو بین المللي ټولنه د افغانستان وضعیت ته پام وکړي،‏که په افغانستان کې بې وزلي زیاته شي، پر ټولو به منفي اغېز ولري."

عبدالسلام حنفي هم د جرمني او هالنډ د استازو سره ليدنه کې ويلي چې په افغانستان کې د پانګونې لپاره امنیت او لازم شرایط برابر شوي او له يادو هيوادونو څخه يې غوښتي چې افغانستان کې د کانونو، انرژۍ او د روغتیا برخو کې پانګونه وکړي.

د طالبانو د اعلاميې له مخې ښاغلي حنفي ويلي افغانستان او جرمني تاریخي مناسبات لري او (موږ) د دغو روابطو پراختیا غواړو. هغه زیاته کړ چې هیچاته به اجازه ورنکړي چې د افغانستان له خاورې سیمې او نړۍ ته ګواښ پېښ کړي.

نوموړي د جرمني او هالنډ استازو ته د نشه یي توکو د کر، قاچاقو او پروسس دمخنیوي ډاډ ورکړى او زياته کړې ده چې کروندګرو ته به دبین المللي ټولنې په همکارۍ دبدیل اقتصاد زمینه برابره کړي.

د بيان له مخې د افغانستان لپاره د جرمني ځانګړي استازي د دیپلوماټیکو ارګانونو د امنیت د تامین مننه کړې او زياته کړې ده چې هيواد يې دافغانانو ترڅنګ دى.

نوموړي ويلي چې د جرمني صدر اعظم له افغانستان سره د مخکېنیو مرستو سربېره، ۶۰۰ میلیون یورو نوره بشري مرسته هم اعلان کړه.

تر دې دمه د هالنډ او جرمني استازو دفترونو په دې اړه څه نه دي‌ ویلي.

XS
SM
MD
LG