د ۲۰۲۶ کال د طب نوبل جایزه د امریکا کارل دایسروت او د جرمني پیتر هېګمان او ګیورګ ناګل ته ورکړل شوه. دوی د رڼا او اپتوجینتیک په برخه کې د خپلو کشفیاتو له امله د دغې معتبرې جایزې ګټونکي شول، چې د مغزو د فعالیت په درک کې یې مرسته کړې ده.
د رویټرز د راپور له مخې، په سویډن کې د نوبل اسمبلې اعلان وکړ چې دغه درې ساینسپوهان د «د رڼا-فعالېدونکو ایونيک کانالونو او اپتوجنتیک په اړه د خپلو کشفیاتو» له امله غوره شوي دي.
د نوبل اسمبلې عمومي منشي توماس پرلمن وویل، اپتوجینتیک «په ژوندي مغز کې د انفرادي عصبي حجرو د فعالیت د فعالولو یا غیرفعالولو امکان برابروي.» هغه زیاته کړه چې دا طریقه اوس د نړۍ په لابراتوارونو کې د «مغزو د رازونو» د معلومولو لپاره کارول کېږي.
هېګمان د نویمې لسیزې په لومړیو کې څېړنه کوله چې د کلامیدوموناس په نوم الجي څنګه د یوې نیمې زره برخې ثانیې په موده کې رڼا ته غبرګون ښيي. هغه اټکل وکړ چې یو ځانګړی پروټین رڼا اخلي او د ایوني کانال په توګه فعالیت کوي.
ناګل دغه فرضیه د چونګښې په هګیو کې د همدې الجي د جینونو په داخلولو وازمویله او «چانلرودوپسین-۲» یې کشف کړ؛ هغه ایونيک کانال چې د رڼا په وړاندې پرانیستل کېږي.
دوی په ۲۰۰۳ کال کې خپاره کړل چې دغه پروټین د انسانانو او همسټرونو حجرو ته داخلېدای شي، څو د رڼا په وسیله برېښنايي تکانه تولید کړي. دایسروت په ۲۰۰۵ کال کې په ستنفورډ پوهنتون کې دغه طریقه د موږکانو په عصبي حجرو کې وښوده او یو کال وروسته ورته د «اپتوجنتیک» نوم ورکړل شو.
څېړونکي اوس په کلینیکي ازموینو کې هڅه کوي چې د رڼا په وړاندې حساس پروټین د سترګو شبکیې ته د داخلولو له لارې د هغو کسانو لید بېرته ورغوي چې د «رېټینایټس پیګمنتوزا» ناروغۍ له امله ړانده شوي دي.
بله هیله دا ده چې اپتوجنتیک د غوږ پیوند په برخه کې هم پرمختګ رامنځته کړي او د اوسنیو برېښنايي وسایلو په پرتله د اورېدلو عصب په لا دقیقه توګه تحریک کړي.
پرلمن وویل چې نن سهار یې له ټولو درېیو ګټونکو سره خبرې کړې او هغوی ټول د جایزې د ترلاسه کولو لپاره «خوشاله» وو. د هغه په وینا، درې واړو سیاینسپوهانو ویلي چې له خپلو دوو ملګرو سره په ګډه د دې جایزې ترلاسه کول ورته لوی ویاړ دی.
درې واړه ګټونکي به د ۱۲ میلیونه سویډني کرونو، چې شاوخوا یو میلیون او ۲۰۰ زره ډالر کېږي، جایزه پخپلو کې سره ووېشي.
د طب نوبل جایزه په دودیز ډول هر کال لومړنۍ نوبل جایزه ده چې اعلانېږي. د فزیک، کیمیا، ادبیاتو، سولې او اقتصاد جایزې به په راتلونکو ورځو کې اعلان شي.
د نوبل جایزې په ستاکهولم کې ورکول کېږي، خو د سولې جایزه په اوسلو کې ورکول کېږي. اصلي مراسم د دسمبر په ۱۰مه، د الفریډ نوبل د مړینې په کلیزه، ترسره کېږي
فورم \ دبحث خونه