د «جرمني لپاره بدیل» ګوند د یکشنبې په ورځ (سپتمبر ۲۰) ددغه هېواد د شمال ختیځ ایالت مکلنبورګ-فورپومرن په ټاکنو کې خپله دوهمه بریا ترلاسه کړه.
دا ګوند چې ۱۳ کاله مخکې جوړ شوی او د کډوالۍ سخت مخالف دی، دوه اوونۍ وړاندې د جرمني د زاکسن انهالت ایالت په تاریخي ټاکنو کې د ۴۳.۸ سلنه رایو په ترلاسه کولو سره لومړی مقام ګټلی و.
دا د ۱۹۴۹ کال راهیسې، د جرمني په ټاکنو کې د صدراعظم فریدریش مرتس د محافظه کار ګوند تر ټولو کمزورې پایلې ګڼل کېږي.
مرتس د دغو ټاکنو پایلې "ناورین" وباله خو ویې ویل چې د صدراعظم په توګه به خپلې دندې ته دوام ورکړي او د اصلاحاتو پروګرام به پر مخ یوسي. تر دې وړاندې داسې اټکلونه کېدل چې ښايي کمزورې ټاکنیزې پایلې هغه استعفا ته اړ کړي.
د یکشنبې په ورځ د جرمني په پایتخت برلین کې په ترسره شویو ټاکنو کې، د کیڼ اړخي "لینکه" ګوند د ۲۵.۳ سلنه رایو په ترلاسه کولو سره لومړی مقام خپل کړ. دا لومړی ځل دی چې د "لینکه" ګوند د برلین ایالتي ټاکنو کې له نورو مخکې کیږي او لومړی مقام ګټي.
په برلین کې د مرتس د محافظه کار ګوند رایې، چې اوس مهال له سوسیال ډیموکراتانو سره په ائتلاف کې دا ښار اداره کوي، ۱۹ سلنې ته راټیټې شوې. د «جرمني لپاره بدیل» ښي اړخي ګوند هم په دغه ښار کې، چې عموماً لیبرال تمایل لري، خپل ملاتړ زیات کړی او ۱۶.۳ سلنه رایې یې ترلاسه کړې دي.
د خپرو شویو شمیرو له مخې، د «جرمني لپاره بدیل» ګوند په مکلنبورګ-فورپومرن ایالت کې ۳۸.۳ سلنه رایې ترلاسه کړي، او منځلاري کیڼ اړخي سوسیال ډیموکرات ګوند ۳۵.۴ سلنه رایې ګټلي دي.
دواړه ګوندونه د مرتس د محافظه کارانو په پرتله په څرګند توپیر مخکښ دي. ددغو شمېرنو له مخې، محافظه کارانو یوازې ۴.۹ سلنه رایې ترلاسه کړې دي. دا کچه د ایالتي پارلمان ته د رسېدلو لپاره د ټاکل شوي پنځه سلنې له حد څخه ټیټه ده او ښيي چې ښايي دغه ګوند په بشپړه توګه له ایالتي پارلمان څخه بهر پاتې شي.
د صدراعظم فریدریش مرتس د مسیحي ډیموکرات اتحاد ګوند نوماندانو د زاکسن انهالت ایالت په ټاکنو کې یوازې ۱۷.۲ سلنه رایې ترلاسه کړې او وتوانېدل چې ۱۵ څوکۍ وګټي.
د «جرمني لپاره بدلیل» ګوند مخکښ نوماند اولریش زیګموند ویلي چې د هغه تر ټولو مهم لومړیتوب به د "کډوالو د ایستلو پراخ عملیات" پیلول وي.
فورم \ دبحث خونه