د جرمني د بهرنیو چارو وزیر د ایران پر سیمهییزو او اټومي فعالیتونو نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د تهران چلند د نورو هېوادونو دفاعي غبرګون ته زمینه برابروي.
په همدې حال کې، د جرمني د بهرنیو چارو وزیر یوهان وادهفول ایران د روانې شخړې مسئول وباله او ادعا یې وکړه چې تهران د اټومي وسلو د ترلاسه کولو لپاره چمتووالی نیسي.
وادهفول وویل چې ایران په ګاونډیو هېوادونو کې د هغو وسلهوالو ډلو ملاتړ کوي چې د دغو هېوادونو حاکمیت ته درناوی نه کوي. نوموړي په دې تړاو په عراق کې شیعه ملېشو، په لبنان کې حزبالله او په غزه کې حماس ته اشاره وکړه.
د جرمني د بهرنیو چارو وزیر وویل: «ایران بېضرره یا دوستانه چلند نه کوي.» هغه زیاته کړه چې د تهران اقدامات، د ده په وینا، «له بده مرغه، ان په پوځي بڼه» د نورو هېوادونو غبرګون ته زمینه برابروي. نوموړي د دغو اقداماتو پر وړاندې د دفاع پر اړتیا هم ټینګار وکړ.
ایراني چارواکي وايي چې د هېواد اټومي پروګرام یې سولهییز دی. د تهران د اټومي فعالیتونو او غني شویو یورانیمو د زېرمې پر سر اختلافونه په داسې حال کې دوام لري چې، د امریکا د ولسمشر دونالد ټرمپ په وینا، واشنګټن او تهران د دغې زېرمې د برخلیک په اړه غیرمستقیمو خبرو ته دوام ورکوي.
فورم \ دبحث خونه