د لاس رسي وړ اتصالات

جرمني کې ۲۵ تنه د ترهګرۍ او حکومت خلاف کودتا په تور نیول شوي


د جرمني امنیتي چارواکو ویلي، د چهارشنبې د ورځې په عملیاتو کې په زرګونو پولیسو برخه لرله.
د جرمني امنیتي چارواکو ویلي، د چهارشنبې د ورځې په عملیاتو کې په زرګونو پولیسو برخه لرله.

په جرمني کې پولیسو ددغه هېواد په مختلفو ښارونو کې د هغه څه په خلاف پراخ عملیات کړي چې چارواکي یې د ښي اړخې افراطيانو له لوري د جرمني د حکومت په خلاف د کودتا هڅه بولي.

امنیتي چارواکو ویلي چې په ۱۱ ایالتونو کې د چهارشنبې د ورځې دسمبر ۷ (لیندۍ ۱۶) په عملیاتو کې په زرګونو پولیسو برخه لرله او له ۱۰۰ زیاتو چاپو په ترڅ کې ۲۵ تنه نیول شوي دي.

د جرمني د عدلیې وزیر، مارکو باچمن، په دې اړه په ټویټر کې خپاره کړي پیغام کې لیکلي: "ډیموکراسي پلې کیږي: له نن سهار راهیسې د ترهګرۍ ضد ستر عملیات پیل شوي دي. لویه څارنوالي د 'رایش اتباعو غورځنګ' په نوم د ترهګرو یوې شکمنې شبکې په اړه پلټنې کوي. داسې شکونه شته چې پر رسمي ادارو باندې د وسله وال برید پلان نیول شوی وو."

په جرمني کې د ښي اړخي "د رایش اتباعو غورځنګ" ځینو غړو له دې وړاندې ددغه هېواد له اساسي قانون سره مخالفت ښودلی او د حکومت د نسکورولو غږ یې کړی وو.

څارنوالان وايي، د چهارشنبې د ورځې د عملیاتو په ترڅ کې د یوه روسي تبعه په ګډون پر نیول شویو کسانو باندې د "یوې ترهګرې ډلې د غړیتوب" او ملاتړ شک کیږي چې د چارواکو په خبره، پر پارلمان یې د برید تابیا کړې وه.

په نیول شویو کسانو کې د بریجیټ ایم.ډبلیو په نوم یوه قاضۍ او د پارلمان پخوانۍ وکیله هم شامله ده.

د جرمني د شپیګل ورځپاڼې د راپور پر اساس، په دغو عملیاتو کې د جرمني د ځانګړو ځواکونو (KSK) بارکونه هم پلټل شوي دي.

د ځانګړو ځواکونو تر منځ د ښي اړخي افراطیانو د ملاتړ د موجودیت شک پخوا هم ښودل شوی وو.

د جرمني د امنیتي مسئولینو په حواله، نیول شویو مشکوکو کسانو باور درلود چې یوازې د وسله والې کودتا له لارې یې کولای شول هدف ته ورسیږي. څارنوالو همدارنګه ویلي، ددغو افراطیانو یوه مشر، هنریچ دیارلسم پ.آر، همدارنګه له روسي چارواکو سره اړیکې نیولي چې له کودتا وروسته د نوي حکومت د تشکیلاتو په اړه ورسره مشوره وکړي.

امنیتي مسئولینو ویلي چې ټاکل شوې چې نیول شوي تورن کسان په راتلونکو دوو ورځو کې محکمې ته وړاندې شي. پر دوی تور دی چې د ۲۰۲۱ کال د نومبر راهیسې یې برید ته تیاری نیوه، د ډزو کولو زده کړه یې کوله، مهمات یې پېرل او نوي کسان یې استخدامول.

XS
SM
MD
LG