د لاس رسي وړ اتصالات

د جرمني ولسمشر استعفا وکړه


\
\

د جرمني ولسمشر کریشن اوولف نن وروسته دهغې خپله استعفا وړاندې کړه چې په ېوه زمانه ېې د خپل سیاسي موقف نه په خپله گټه استفاده کړې ده.

دجرمني د ولسمشر داستعفا خبر په داسې حا ل کې خپور شو چې پرون دولتي څارنوالانو غوښتنه وکړه چې دهغه قانوني مصونیت باید پای ته ورسول شي ترڅو د خپلې څوکې او سیاسي موقف نه د سو استفادې کولو د تورونو په هکله ځیني تحېقات وکړي.

په ښاغلي اوولف باندې څو تورونه لگیدلي دي. ېو ېې دا دی چې کله هغه د جرمني د ښکته ساکسوني ولایت گورنر و نو د خپل موقف نه ېې ناوړه استفاده کړې او د فلم ېو پروډېوسر چې نژدې ملگرې ېې و په دوو هوټلونو کې ېې دهغه په پیسو شپې کړي او بیا د خپلې مېرمنې د ېوه بډاېې دوست نه د ېوه غټ پور لپاره پیسې ومنلې.

د جرمني صدراعظمې مېرمن انگلا میرکل چې ولسمشر اوولف ېې ټاکلې و په یوه بیانیه کې ېې وویل چې د ولسمشر په استعفا باندې ډېره خپه شوې ده. په جرمني کې د ولسمشر څوکۍ ېواځي ېوه تشرېفاتي بڼه لري او مېرمن مرکل واېې غواړي چې د نوي ولسمشر د ټاکلو لپاره د ټولو غټو سیاسی گوندونو سره سلا او مشوره وکړي.

د جرمني صدراعظمه نن ایټالېې ته روانه وه خو د ولسمشر د استعفا د خبر د خپریدو نه وروسته ېې خپل سفر وځنډوی.

XS
SM
MD
LG