د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان له جرمني وغوښتل چې د هلمند په لیتیمو څیړنه وکړي


دا افغانستان ته د جرمني د جمهور رئیس په توکه د ښاغلي شتاین مایر لومړی سفر دی
دا افغانستان ته د جرمني د جمهور رئیس په توکه د ښاغلي شتاین مایر لومړی سفر دی

جمهور رئیس‌ محمد اشرف غني د خپل جرمني سیال غوښتي چې د جرمني د موټر جوړولو کمپنۍ دې د هلمند د لیتیمو په کانونو څیړنې وکړي چې څنګه د موټر جوړولو په صنعت کې ورنه استفاده وشي.

د جرمني جمهور رئیس والتر شتاین مایر افغانستان ته د یو نا اعلان شوی سفر په پیل کې مزار شریف ته تللی و.

جمهور رئیس غني په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې د لیتیم کانونه د افغانستان په جنوبي ولایتونو کې د لوړ کیفیت لرونکي دي او خپل جرمني سیال ته یې وړاندیز کړی دی چې "د جرمني د موټر جوړولو کمپنۍ په دې هکله څیړنې وکړي چې ددغو کانونو نه څرنگه د موټر جوړولو په صنعت کې استفاده وکړي".

د جرمني جمهور رئیس ډاډ ورکړی دی چې د افغانستان د لیتیم کانونو د مدیریت او استفادې په برخه کې به غور وکړي چې څنگه جرمني کمپنۍ په دې برخه کې همکاري کولای شي.

ښاغلی شتاین مایر د خپلې میرمنې په ملتیا افغانستان ته تللی دی. جرمني د ناټو د قاطع ملاتړ په ماموریت کې شاوخوا ۹۸۰ سرتیري لري چې زیات شمېر یې په بلخ ولایت کې دیره دي.

د افغانستان جمهوري ریاست په یو ټویټر کې ویلي چې ښاغلي غني په ارگ کې د فرانک والټر شټاین مایر سره وکتل.

د افغانستان جمهوري ریاست د ویاند سرپرست امریکا غږ ته وویل چې د دغه سفر جزییات به وروسته له رسنیو سره شریک شي.

جرمنې رسنیو د جمهور رئیس والټر شتاین مایر د دفتر له خولې لیکلي چې هغه افغانستان ته د سفر وړاندې په قزاقستان کې تم شوی و او له هغه ځایه د جرمني د پوځ په یوه الوتکه کې مزار شریف ته تللی دی.

له دې وړاندې ښاغلي شتاین مایر د جرمني د بهرنیو چارو وزیر په توګه هم افغانستان ته څو ځلې سفرونه کړي. دا د جرمني د جمهور رئیس په توګه افغانستان ته د هغه لومړی سفر دی.

په کابل کې د تیرې مې د میاشتې د موټر بم له برید وروسته، چې پکې د جرمني سفارت ته زیات زیان ورسید، افغانستان ته د یو جرمني لوړپوړي چارواکي لومړی سفر دی.

XS
SM
MD
LG