د لاس رسي وړ اتصالات

د جرمني پر پارلمان د مظاهره کوونکو برید


د جرمني د پارلمان لرغونې ودانۍ
د جرمني د پارلمان لرغونې ودانۍ

د جرمني جمهور رئیس ددې هیواد په "رايشسټاګ" یا د پارلمان پر ودانۍ باندې د اعتراض کوونکو برید په سختو الفاظو وغنده.

د جرمني جمهور رئیس پرانک والتر شتاینمایر د یکشنبې په ورځ اګست ۳۰ (وږي ۹) ددې هیواد د پارلمان پر ودانۍ د اعتراض کوونکو برید "د نه منلو وړ او د دموکراسۍ پر زړه باندې برید" وګاڼه.

ښاغلي شتاینمایر په خپل انستاګرام ددې برید د غندلو په ترڅ کې لیکلي چې: "مونږ به هیڅکله دا ونه منو."

د شنبې په ماښام شاوخوا ۳۸ زره اعتراض کوونکي په برلین کې ددې هیواد د پارلمان د لرغونې ودانۍ مخ ته راټول شوي وو او د کروناویروس د محدودیتونو په هکله د حکومت پر پالیسو باندې یې اعتراض کاوه.

د شاوخوا دوو ساعتونو وروسته پولیسو مظاهره کوونکي د ټولنیز واټن د مقرراتو د نه مراعت کولو په وجه خواره واره کړل.

د جرمني جمهور رئیس دغه اعتراض کوونکي "ښي اړخه افراطيان" ګڼلي او د امنیتي ځواکونو ستاینه یې کړې ده چې په سختو شرایطو کې یې په احتیاط عمل کړی دی.

د جرمني د کورنیو چارو وزیر هورست زیهوفر د هغه هیواد د بیلډ ام زونتاګ ورځپانې ته ویلي چې: "د رايشسټاګ ودانۍ د پارلمان د ناستې ځای او په دې خاطر زمونږ د دموکراسۍ سمبولیک مرکز دی."

هغه زیاته کړه: " دا حقیقت چې د بې نظمیو د تخم شیندونکي او افراطیان له هغه نه د خپلو اهدافو لپاره ناوړه ګټه اخلي، دا د منلو وړ ندي."

XS
SM
MD
LG