په جرمني کې یوې محکمې د چهارشنبې په ورځ جون ۲۱ (جوزا۳۱) یوه ښځه په دې تور په نهو کلونو بند محکومه کړه چې یوه ایزدۍ یې وینځه کړې وه او د اسلامي دولت [داعش] د غړې په توګه یې جنګي جنایات هڅولي او په دې برخه کې یې مرسته کړې ده.
د دغې ښځې نوم ناداین کی ښودل شوی دی. د جرمني په لویدیځ ښار «کوبلینز» کې د محکمې یو ویاند وویل چې دا ښځه همدغه راز د بشريت ضد جنایت او د بهرني تروریستي سازمان په غړیتوب هم پړه وپېژندل شوه.
دا ښځه د ۲۰۱۴ د ډسمبر او ۲۰۱۹ د مارچ ترمنځ د داعش ډلې غړې وه او له خپل مېړه سره یې یو ځای سوریې ته سفر کړی و چې له داعش سره یو ځای شي.
په ۲۰۱۵ کال کې دوی د عراق د موصل ښار ته ولاړل او بیا وروسته بېرته سوریې ته راغلل. دوی د ۲۰۱۶ د اپریل له میاشتې راهېسې یوه ایزدۍ د وینځې په توګه ساتلې وه. د داعش ډلې دا ایزدۍ له ۲۰۱۴ راپدیخوا بندي کړې وه.
ناداین کی، د دغې نجلۍ چې هغه وخت کې ۲۲ کلنه وه، څارنه کوله او نه یې پرېښودله چې وتښتي. هغه یې مجبوره کړې وه چې د کور او «اسلامي کارونه» وکړي. د ناداین کی د معلوماتو په اساس، د هغې مېړه په دوامداره توګه په دې ښځې باندې جنسي تېری کړی او هغه یې وهلې او ډبولې ده.
څه موده مخکې د دغې قضیې په ابتدايي محکمې کې څارنوالانو وویل چې دا ټول کارونه د داعش د اهدافو په اساس کېدل چې د ایزدۍ عقیدې ختمول وو.
باور کېږي چې دا ښځه او مېړه له خپلې وینځې سره په ۲۰۱۶ کال کې سوریې ته تللي او د ۲۰۱۹ تر مارچ پورې هلته د داعش تر کنترول لاندې سیمې کې اوسېدل. کردي جنګیالیو بیا دوی نیولي او ایزدۍ ښځه یې خوشې کړې ده.
دا ښځه تېرکال د مارچ په میاشت کې جرمني ته له ستنېدو وروسته ونیول شوه. په جرمني کې د ۲۰۲۱ کال د نومبر په میاشت کې یوې محکمې یو حکم صادر کړ چې په کې د ایزدیانو په ضد جنایت نسل وژنه وبلل شو، دا حکم وستایل شو او د دغې ډلې لپاره یو لوی تاریخی بری وګڼل شو.
ایزدیان په کردي ژبې خبرې کوي او د داعش ډلې له څو کلونو راهېسې د دوی ځپل پیل کړي، ډېر نارینه يې ورته وژلي، په ښځو یې جنسي تېري کړي او ماشومان یې په زوره د جګړې لیکو کې شامل کړي دي.