د لاس رسي وړ اتصالات

په جرمني کې ١١ تنه د 'تروریستي حملو د پلان کولو' په تور نیول شوي


د جرمني امنیتي مقامات ویلي چې د هیواد په لویدیځ کې یې په ناڅاپي عملیاتو کې ١١ تنه د "سخت دریځو" بریدونو د کولو په تور نیولي دي.

دغه کسان د فرانکفورت ښار ته نژدې نیول شوي او ټول د جرمني اوسیدونکي دي.

مقاماتو ویلي چې د نیول شویو کسانو له ډلې نه دوه تنه یې ٣١ کلن دي او یو بل ٢١ کلن دی چې درې واړه د اصلي عاملینو په توگه یاد شوي دي.

دغه کسان چې ټول یې د ٢٠ او ۴٢ کالو ترمنځ عمر لري د ترهگریزو عملیاتو په ترسره کولو او همداشان د تروریستي عملیاتو د تمویلولو په تور نیول شوي دي.

تر اوسه دا نده څرگنده شوې چې ددغو کسانو له لورې پلان شوي بریدونه څومره جدي وو.

د جرمني د کورنیو چارو وزیر وویل "پولیسو په سم وخت اقدام کړی او د هغو احتمالي بریدونو مخه یې نیولې ده چې دغه کسان یې په پلان کولو بوخت وو".

ویل شوي ددې احتمال شته چې دغو کسانو د بریدونو د ترسره کولو لپاره یو لوی موټر کرایه کړی و، د وسلو خرڅونکو سره یې اړیکه نیولې وه او همداشان ددې کار لپاره یې پیسې برابرې کړې وې.

امنیتي مقاماتو ددغو کسانو د نیولو په ځای کې څه دپاسه ٢٠ زره یورو نغدې پیسې، څو چاقوگان، لږ مخدره توکي او د فرانکفورت ښار په شاوخوا محلاتو کې د بریدونو د ترسره کولو په هکله اسناد هم ترلاسه کړي دي.

XS
SM
MD
LG