د لاس رسي وړ اتصالات

داعش د برلین د حملې مسؤلیت واخیست


په دغې پېښې کې ۱۲ تنه ووژل شول
په دغې پېښې کې ۱۲ تنه ووژل شول

داعش وایي چې د برلین د کرسمیس بازار باندې د حملې لارۍ چلوونکی د "اسلامي خلافت" سرتیری و.

د جرمني پولیسو هغه پاکستانۍ خوشې کړی چې فکر کیده د برلین د کرسمیس پر بازار باندې به یې حمله کړې وي.

بریدګر د دوشنبې په ماښام د کرکسمس مشهور مارکیټ ته نژدې پر خلکو ګاډی وخيژوه، لږ تر لږه ۱۲ تنه يې ووژل او ۵۰ نور یې ژوبل کړل.

په جرمني کې چارواکي وايي د برلین د حملې په تور یې یو پاکستانی نیولی دی چې په جرمني کې یې د سیاسي پناه غوښتنه کړې ده.

دغه موټروان د دوشنبې په ماښام د کرکسمس مشهور مارکیټ ته نژدې پر خلکو ګاډی وخيژوه، لږ تر لږه ۱۲ تنه يې ووژل او ۵۰ نور یې ژوبل کړل.

د جرمني د کورنیو چارو وزیر توماس دي مایزیري وايي، بریدګر چې په پېښه کې لاس لرل نه مني، د تېرکال په ډسمبر کې جرمني ته ننوتی او د فبرورۍ په میاشت کې برلین ته رسېدلی دی.

د جرمني صدراعظمې انګېلا مېرکل دا یو تروریستي عمل وباله او وویل چې دې پېښې حیرانه او خواشينې کړې ده.

د جرمني چارواکي وايي چې د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر باراک اوباما له مېرمن میرکل سره خبرې کړي، د پېښې په اړه یې خواشیني ښودلې او د مرستو ډاډ یې ورکړی دی. خو منتخب ولسمشر دونالډ ترمپ بیا ویلي چې باید "اسلامي افراطیت" د ځمکې له مخې ورک کړل شي او هغه به دا کار د خپلو “ازادۍ غوښتونکو ملګرو” سره کوي.

د کورنیو چارو وزیر مایزیري وویل تر کوم ځایه چې چارواکي معلومات لري، د داعش ډلې د دغه برید مسولیت نه دی اخیستی. مېرمن مېرکل په برلین کې خبریالانو ته وویل د پېښې په اړه ډېرو معلوماتو ته اړتیا ده.

یو پولنډي چې په ګاډي کې و، هم نیول شوی. د ګاډي څښتن هم د پولنډ دی، هغه وايي چې موټروان یې د کاکا زوی و او شاید بریدګرو ترې په زوره ګاډي اخیستی وي.

د کډوالو لانجه

د جرمني ځیني سیاسي ګوندونه په تېره بیا ملتپاله ګوندونه پر مېرمن مېرکل سختې نیوکې کوي چې ولې یې دومره ډېر کډوال ومنل. خو هغې وویل چې دا به د جرمنیانو او هغو خلکو لپاره چې په جرمني کې پناه غواړي، سخته وي چې پوه شي بریدګر کډوال و.

دا پېښه نژدې یوه میاشتې له هغې وروسته وشوه، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزرات خبرداری ورکړ چې د داعش، القاعده او نورو اورپکو ډلو غړي د کرسمس په ورځو کې اروپا ته ډېر پام اړوي.

د داعش او القاعده ډلو خپلو پلویانو ته ویلي و چې د موټرو او نورو وسایلو په واسطه په اروپا کې بریدونه وکړي. د جولاۍ په ۱۴ نېټه په یوې ورته بلې پېښه کې یو موټروان په فرانسه کې پر خلکو خپل ګاډي وخيژوه او لږ تر لږه ۸۶ تنه یې ووژل، د داعش ډلې د دغه برید مسولیت ومانه.

خو انګیلامېرکل وايي چې د دوشنبې د ورځې برید به جرمنیان نشي ډارولی.

XS
SM
MD
LG