د لاس رسي وړ اتصالات

جرمني د حزب الله فعالیت بند کړ او هغه یې یو "ترهګر سازمان" وباله


د جرمني حکومت پدې هیواد کې د لبنان د حزب الله ډلې ټول فعالیتونه منع کړل او دغه ډله یې چې د ایران له ملاتړ نه برخمنه ده، د ترهګرو سازمانونو په لست کې شامله کړه.

د جرمني پولیسو د پنجشنبې په ورځ اپریل ۳۰ (غوایي ۱۱) د حزب الله پورې مربوط یو شمیر جوماتونه ولټول او ددې ډلې د یو شمیر غړو پر کورونو یې چاپې ولګولې او یو شمیر کسان یې ونیول.

د جرمني د کورنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې داسې راغلي: "د حزب الله فعالیتونو د جرمني د جزا قانون نه سرغړونه کړې او دغه سازمان د نړیوال تفاهم له فکر سره مخالفت لري".

دغه وزارت همداشان ویلي دي چې له دې وروسته په غونډو او خپرونو کې د حزب الله د علایمو لکه بیرغ، تصویرونو او نورو نښانونو ننداره بنده شوې او ددې ګوند دارایي هم ضبط کیدای شي.

د جرمني امنیتي مقامات اټکل کوي چې ښایي په جرمني کې د حزب الله د ډلې شاوخوا ۱۰۵۰ تنه غړي فعالیت ولري او د مقاماتو په وینا یو شمیر یې مسلح هم دي.

د امریکا متحده ایالاتو او اسرائیل چې له اوږدې مودې راهیسې یې جرمني د داسې یو اقدام د ترسره کولو لپاره تر فشار لاندې نیولی و د جرمني د حکومت دغه کار یې ستایلی دی.

د اسرائیل د بهرنیو چارو وزیر اسراییل کتز، د جرمني د حکومت دغه تصمیم د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې مهم او ارزښتناک ګڼلی دی او نور اروپایي هیوادونه یې هم وهڅول چې ورته اقدامات وکړي.

اروپایي اتحادیه چې جرمني یې یو مهم غړی دی د لبنان د حزب الله پوځي څانګه د ترهګر سازمان په توګه پیژني، خو سیاسي څانګه نه.

ښاغلي کتز ویلي دي چې: "د ټولنیزو، سیاسي او پوځي څانګو په ګډون د حزب الله ټولې څانګې باید ترهګر سازمانونه وګڼل شي".

د امریکا د یهودانو کمیټې هم د جرمني د حکومت د دغه اقدام هرکلی کړی دی.

XS
SM
MD
LG