د لاس رسي وړ اتصالات

جرمني د انصار اسلامي ډلې په فعالیت بندیز لګولی


جرمني د چهارشنبې په ورځ مۍ پنځمه (غوایي ۱۵) وویل چې د انصار په نامه د نړیوال اسلامي سازمان فعالیت پدې هیواد کې بندوي. برلین وایي دغه ډله د نړۍ په ګوټ ګوټ کې له تروریزم سره مالي مرستې کوي.

د جرمني د کورنیو چارو وزیر هورست زیهوفر په خپل ټویټر لیکلي دي چې: «که غواړئ چې د ترهګرۍ پر ضد مبارزه وکړئ، تاسې باید د هغه مالي زیرمې وچې کړئ.»

د انصار ډلې په خپله ویب پاڼه لیکلي چې هغو خلکو سره بشري مرستې کوي چې د جګړې او شخړو په وجه ځپل شوي. دغه ډله زیاتوي چې دوی د روغتونونو، یتیم خانو او ښوونځیو په جوړولو کې مرسته کوي.

خو د جرمني د کورنیو چارو وزیر وایي انصار او د هغه پورې یو مربوط سازمان «سلفیانو نړیوال افکار خپروي او د بشري مرستو تر پوښښ لاندې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې تروریزم سره مالي مرستې کوي.»

رویترز اژانس وایي د جرمني په دوسلدروف ښار کې د انصار ډلې په مرکزي دفتر کې یو کس چې تیلیفون ته یې ځواب وایه پر دې ډلې د بندیز او د پولیسو له خوا د چاپې اچولو په اړه له تبصرې ډډه وکړه.

د جرمني د کورنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي چې د جرمني په ۱۰ ولایتونو کې شاوخوا ۱۰۰۰ پولیسو د انصار ډلې پر مربوطاتو باندې په بریدونو کې برخه اخیستې او ۱۵۰ زره یورو نغدې پیسې یې ضبط کړي دي.

په ۲۰۱۹ کې پولیسو د انصار ډلې او یو بل سازمان پر دفترونو پدې شک چايې اچولې وې چې دوی د فلسطین د حماس ډلې سره مالي مرستې کوي، کومه ډله چې د اروپایي ټولنې د تروریزم اړوند تور لست کې شامله ده.

XS
SM
MD
LG