د لاس رسي وړ اتصالات

مرکل: ښایي د جرمني ۷۰ فیصده نفوس په کروناویروس اخته شي


د جرمني صدراعظمه انگلا مرکل
د جرمني صدراعظمه انگلا مرکل

د جرمني صدراعظمې انگلا مرکل، ویلي دي، ددې امکان شته چې د جرمني د نفوس ۷۰ فیصده وګړي په کروناویروس اخته شي.

میرمن مرکل د چهارشنبې په ورځ مارچ ۱۱ (کب ۲۱) وویل: "دا چې ویروس شتون لري، خلک یې په وړاندې معافیت نلري او واکسين او درملنه یې هم نشته، نو په لوړه فیصدۍ - د متخصصینو په وینا ۶۰ نه تر ۷۰ فیصدو پورې خلک – پرې ښایي اخته شي".

د جرمني د رابرت کوخ انستتیوت رپوټ ورکړی چې تر اوسه په جرمني کې ۱۲۹۶ کسان په کروناویروس اخته شوي دي او درې تنه ددې ناروغۍ په وجه مړه شوي هم دي.

د جرمني صدراعظمه تر سختو نیوکو لاندې ده چې د هغه څه چې "د کرونا ګډوډي" ګڼل شوې سم مدیریت یې ندی کړی.

میرمن مرکل د جرمني له ولس غوښتي چې شخصي روغتیا ته پاملرنه وکړي او د یو بل سره له تماس نه ډډه وکړي.

په دې ترڅ کې د جرمني د روغتیا وزیر ویلي چې د کروناویروس د مخنیوي او کابو کولو په خاطر د جرمني د سرحدونو تړل ښایي موثر نه وي.

خو د جرمني د روغتیا وزارت د هغه هیواد خلکو ته امر کړی چې د ورزشي سیالیود کولو، کنسرتونو او کلپونو ته له تګ څخه ډډه وکړي.

کروناویروس تر اوسه د نړۍ ۱۱۵ هیوادونو ته رسیدلی او شاوخوا ۱۲۲ زره کسان پرې اخته شوي دي او همداشان تر اوسه یې ۴۳۷۹ کسان مړه کړي هم دي.

XS
SM
MD
LG