د لاس رسي وړ اتصالات

د جرمني د کورنيو چارو وزارت: ۱۵۱۰۰ افغان کډوال د شړل کیدو په  درشل کې دي

د جرمني دولت وايي چې دوي اختیار لري چې نه یوازې په جنايي پیښو کې ککړ افغان کډوال له هیواده وباسي بلکې د نورو کډوالو د ویستلو واک هم لري.

جرمني د کورنیو چارو وزارت امریکا غږ ته ویلي چې د هیواد قانون دا اجازه ورکوي چې هرڅوک د هیواد امنیت ته ګواښ متوجه کوي، لدې هیواده ایستل کیدی شي.

وزارت وايي چې دا وخت د ۱۵ زرو نه زیات افغان کډوال د جرمني نه د ایستل کیدو په انتظار دي

جرمني نه د افغان کډوالو د ایستلو موضوع یو ځل بیا د خلکو پام ځان ته راګرځولی دی

د جرمني د کورنیو چارو وزارت امریکا غږ ته ویلی چې دا وخت ۱۵۱۰۰ افغان کډوال پدې هیواد کې شته چې امکان لري وشړل شي.

دې نه مخکې د جرمني دولت ویلي و چې یوازې هغه افغان کډوال به بیرته هیواد ته ستنول کیږي چې کومه جنايي دوسیه ولري . خو د وروستیو پریکړو نه داسې ښکاري چې هغه افغانان هم له جرمنيه ویستل کیږي چې هیڅ جرم مې نه وي کړي

د جرمنيي رسنیو د راپورونو په اساس د جرمني یو شمیر ایالتونو مرکزي دولت ته د ۵۰۰ افغانانو لیست ورکړی ترڅو بیرته افغانستان ته ولیږل شي چې په دې ۲۶۷ ېې داسې دي چې هیڅ جرمي دوسیه نه لري

خو د جرمني د کورنیو چارو وزارت امریکا غږ ته ویلي چې د افغان کډوالو بیرته لیږل د قانون سره سم عمل دی مرکزی حکومت د ایالتي ادارو سره د جنایتکارو افرادو د ویستلو په پروسه کې مرسته کوي خو د جرمني اوسنی قانون او نه هم ایتلافي دولت دا بهیر یوازې د جنایتکارو افرادو پورې محدودي

د جرمني د کورنیو چارو وزارت امریکا غږ ته دا هم ویلي چې د کال ۲۰۲۵ د می دمیاشتې نه تر دې دمه ۲۶۳ افغان کډوال بیرته هیواد ته استول شویدي.

د جرمني د کورنیو چارو وزارت دا هم وايي چې قریب د ۱۱۶۰۰ افغان کډوالو نومونه لا هم د ویستل کیدونکو په لیست کې دي خو دا چې کله به ېې لیږي په دې اړه څه ویلی نشي

جرمني د کورنیو چارو وزارت وايي: «د کال ۲۰۲۶ د اګست میاشتې نه تر ننه ۱۵۱۰۰ افغان کډوال قانونا دې ته مکلف دي چې له جرمنيه وویستل شي چې دې کې د ۱۱۶۰۰ کډوالو ویستل د عملیاتي امکاناتو له کبله د ځنډ سره مخ ده.»

جرمني کې میشت افغان کډوال د جرمني دولت د وروستیو پړیکړو له کبله ځان د یو نامعلومه برخلیک سره مخ ویني

په مونشن کې د اروپا د مهاجرت غونډه د سپټمبر په پای کې د ۱۷ اروپايي هېوادونو د کورنیو چارو وزیرانو او لوړپوړو اروپايي چارواکو په ګډون ترسره شوه.

په دې غونډه کې د جرمني د کورنیو چارو وزیر الکساندر دوبرینټ او د اروپايي هېوادونو وزیرانو د کډوالۍ په قوانینو کې د سختوالي او د هغو کسانو د ویستلو په بهیر بحث وکړ چې د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه یې رد شوي دي.

د جرمني دولت د افغانستان د اوسني حکومت سره رسمي اړیکې نه دي ختمې کړي خو د افغانستان د طالبانو حکومت په رسمیت هم نه پیژني.

فورم \ دبحث خونه

​
XS
SM
MD
LG