د لاس رسي وړ اتصالات

جرمني وايي رد شوي افغانان بیرته خپل هیواد ته لیږي


د جرمني د بهرنیو چارو وزیر وايي چې د ځینو افغان پناه غوښتونکو بیرته لیږلو ته به دوام ورکړي، ځکه چې د افغانستان جګړه ټولو ملکي وګړو ته خطر نه پیښوي

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت ویاند مارتن شیفر د چهارشنبې په ورځ وویل چې دغه خطر د ملیت، جنسیت او سکونت په شمول څو عوامل لري.

د جرمني د کورنیو چارو وزارت ویاند یوهانس دمروت وویل چې هیواد به یې هغه افغان مهاجرین بیرته وباسي چې د جرمني امنیت ته ګواښ ګڼل کیږي، جرمونه یې کړي وي او د خپل هویت له څرګندولو نه یې په پرله پسې ډول انکار کړی وي.

د جرمني چارواکو دا خبرې په داسې حال کې کړي دي چې اروپايي هیوادونو د مهاجرینو د شمیر د زیاتیدو له امله یو ځل بیا خپلې پولې کلکې کړې دي.

سږ کال له شپږو میاشتو وروسته د هغو غیرقانوني مهاجرینو په شمیر کې ناڅاپه زیاتوالی راغلی چې د یونان او ایټالیا له لارې د اروپا نورو هیوادونو ته ځي.

د جرمني د روزنهایم ښار پولیسو د چارشنبې په ورځ د غیرقانوني مهاجرینو پرخلاف د عملیاتو په ترڅ کې یو شمیر مهاجرین وموندل چې د لاریو لاندې یې ځانونه پټ کړي وو.

د روزنهایم د ښار د پولیسو ویاند راینز شارف وویل "مونږ د اګست په لومړیو ورځو کې شل مهاجرین وموندل. په جولای کو مو سل موندلي وو. دا یو زیاتوالی ښيي، ځکه چې د کال په لومړیو شپږ میاشتو کې یوازې شل مهاجر راغلي و."

د جرمني د کورنیو چارو وزارت ویاند ښاغلي دمروت ومنله چې له یونان نه یې غوښتي چې ۳۹۲ مهاجرین بیرته ستانه کړي.

ښاغلي دمروت وویل معلومه نه ده چې له جرمني به یونان ته څومره کسان او کله ستانه شي او زیاته یې کړه چې دا موضوع به وروسته له هغه روښانه شي چې په جرمني کې د منل شویو کسانو شمیر معلوم شي.

د ډبلن د موافقې له مخې، جرمني سږ کال د جنورۍ له لومړۍ نه د جون تر دیرشمې ۳۰۸۵ کسان سویس، ناروې او آیسلنډ ته لیږلي دي. دا شمیر د تیر کال په دغه موده کې ۱۷۵۸ تنه و.

د اروپايي ټولنې هیوادونو یونان ته د هغو مهاجرینو لیږل پیل کړي دي چې د هغه هیواد له لارې نورو هیوادونو ته داخل شوي دي.

ددې اقدام له مخې، مهاجرین باید د ارزولو لپاره خپل پناه غوښتنلیکونه په هغه هیواد کې وړاندې کړي چې په لومړي ځل ورته داخل شوي وي.

د یونان د پناه غوښتونکو د خدماتو اداره وايي د څلور و سوو ستانه شویو مهاجرینو غوښتنې یې ترلاسه کړي دي چې یوازې د اوه کسانو غوښتنلکونه منل شوي دي او زیاتره یې سوریایان دي.

آسټرالیا، بلجیم، چک جمهوریت، فرانسه، لوګزامبورګ او هالنډ هم له یونان نه غوښتي دي چې یو کم شمیر مهاجرین بیرته وغواړي.

XS
SM
MD
LG