په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې (اوچا) وايې چې جرمني د افغانستان سره د بشري مرستو په موخه څه ناڅه اته میلیون ډالر مرسته کړې ده.
اوچا د سه شنبې په ورځ [اګست ۲۵مه] په خپلې اېکس پاڼې کې د جرمني له مرستو قدرداني کړې او لیکلي چې برلېن د افغانستان د بشري مرستو صندوق ته ۶.۸ میلیونه یورو (۷.۹۶ میلیونه امریکایي ډالر) ورکړي دي.
د بشري مرستو د همغږۍ ادارې زیاته کړې، "دغه ملاتړ د هغو خلکو د ژوند ژغورونکو همکاریو سره مرسته کوي چې په ټول افغانستان کې له بحران نه اغېزمن شوي دي."
د اوچا ویاندې اولګا چیریفکو د اګست په ۴مه خبریالانو ته ویلي وو چې دوي په ۲۰۲۶ کال د بشري اړتیاوو د پوره کولو لپاره ۱.۷۱ ملیارد ډالرو ته اړتیا لري.
اوچا وايي تر اوسه يې د اړتیا وړ مرستو یوازې ۲۶ سلنه ترلاسه کړې. میرمن چیریفکو خبرداری ورکړی چې افغانستان د خوارځواکۍ له خطرناک بحران سره مخ دی.
دا شمېرې د ملګرو ملتونو د خوړو د نړیوال پروګرام له هغه خبرداري سره سمون لري چې ویلي وو نږدې ۱۴ میلیونه افغانان له سختې لوږې سره مخ دي، خو د بودیجې د کمښت له امله، اوس یوازې له هرو نهو تنو څخه یو کس ددغې ادارې مرستې ترلاسه کوي.
فورم \ دبحث خونه