د لاس رسي وړ اتصالات

جرمني د اوکراینیانو د وژل کیدو په هکله د روسیې د نظامیانو رادیویي اړیکې تر لاسه کړي


د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې چې د امریکا د متحده ایالاتو څخه خپریږي د څو سرچینو په حوالې لیکلي چې د جرمني د بهرنیو اطلاعاتو ادارې داسې رادیویی پیغامونه تر لاسه کړي چې د روسیې نظامیان په اوکراین کې د ملکیانو د وژل کیدو په هکله غږیږي.

د ورځپاڼې په راپور کې پنجشنبه اپریل ۷ (وري۱۸) خپور شوی د استخباراتي ادارو یو چاروکي چې نه یې غوښتل نوم په راپور کې یاد شي د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ته ویلي چې د روسیې سرتیرو په دوو بیلو بیلو مکالمو کې پدې هکله توضیحات ورکړي چې څنګه د اوکرایني سرتیرو او غیرې نظامیانو څخه پوښتنې ګرویګنې وشي او توپونو پورې وتړل شي.

د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ویلي چې د اوکراین د بوچا په ښار کې یې داسې مړي لیدلي چې سرونه یې پرې شوي و او داسې جسدونه یې هم لیدلي چې غوږونه، پزې او د بدن نور غړي یې پرې شوي و.

په اوکراین کې چارواکي وایي چې د روسیې ځواکونو وروسته تر هغه چې ددې ښار څخه په شا شول، سل ګونه ملکیان یې وژلي دي. د دې ښار په لارو کوڅو همدرانګه د ځینو کسانو مړي پیدا شوي لاسونه یې شاته تړل شوي و او لکه د کثافاتو د ښار په لارو کوڅو کې اچول شوي و.

خو روسیه وایي چې په بوچار کې یې عام خلک ندي وژلي.

متحده ایالاتو او نړیوالې ټولنې په بوچا کې د عامو خلکو وژل کیدل غندلي. امریکا او متحدینو یې روسیه په جنګي جرایمو تورنه کړې او بندیزونه یې هم پرې لګولي.

په همدې حال کې اوکراین د پنجشنبې په ورځ یو ځل بیا په روسیې د مالي بندیزونو لګولو غوښتنه وکړله او پدې یې ټینګار وکړ بندیزونه باید دومره سخت وي چې مسکو له پښو وغورځوي او اړ شي چې په اوکراین کې جګړه او نظامي برید پای ته ورسوي.

د اوکراین جمهور رئیس ولادمیر زلینسکي وویل چې دیموکراتیکه نړۍ باید د روسیې څخه د تیلو اخیستل بند کړي او د روسیې بانکونه دې هم نړیوالې مالي نظام څخه وباسي.

ښاغلي زلینسکي دا غوښتنه پداسې حال کې وکړله چې متحده ایالاتو او غربي متحدینو یې د چارشنبې په ورځ په روسیې "نوي او سمدستي اقتصادي" بندیزونه ولګول او د هغه هیواد د جمهور رئیس ولادمیر پوتین د بالغې لور شتمنۍ یې هم هدف وګرځولې.

XS
SM
MD
LG