د لاس رسي وړ اتصالات

د جرمني پارلمان د مهاجرو ایستل اسانه کړل


د جرمني پارلمان
د جرمني پارلمان

د جرمني پارلمان یو لړ نوي اقدامات تصویب کړي چې له مخې یې هغه پناه غوښتونکي په اسانه توگه له هیواد نه ایستل کیدای شي چې د پناه غوښتنې درخواستونه یې رد شوي وي.

هغه قانون چې د پنجشنبې په شپه ناوخته د جرمني پارلمان تصویب کړ ددغه هیواد د مهاجرت ادارې ته اجازه ورکوي چې د هغو پناه غوښتونکو او مهاجرو موبایل تلیفونونه وپلټي چې پرته له کومو اسنادو جرمني ته تللي دي.

همداشان د جرمني د مهاجرت اداره اجازه لري چې د هغو پناه غوښتونکو د موبایل تلیفونونو معلومات د جرمني د نورو ادارو سره شریک کړي چې خطرناک گڼل کیږي.

سربیره پردې ددې قانون له مخې د هغو پناه غوښتونکو ایستل چې درخواستونه یې رد شوي چټک کیږي او په دې توگه هغه پناه غوښتونکي چې خطرناک گڼل کیږي او په توقیف کې دي په لسو ورځو کې د جرمني نه ایستل کیدای شي.

له بلې خوا هغه اشخاص چې خطرناک بلل کیږي او د جرمني نه د ایستل کیدو سره مخامخ دي اوس په لاس او یا پښه کې د یو "بریښنایي وسیلې" په نصبولو سره څارل کیږي.

دغه اقدام د ٢٠١٦ کال په دسامبر کې د کرسمس په شپه د یوې مرگونې حملې په غبرگون کې ترسره کیږي. هغه شخص چې د کرسمس په شپه یې د برلین په ښار کې دغه حمله کړې وه یو مهاجر و چې د پناه غوښتنې درخواست یې رد شوی و.

په دې ترڅ کې جرمني د پناه غوښتونکو د هڅولو لپاره چې په خپله خوښه بیرته خپلو هیوادونو ته ولاړ شي یوه ویبپاڼه جوړه کړې ده. دغه ویبپاڼه د مشورتي مرکزونو، پروگرامونو او نورو مرستو په اړه معلومات وړاندې کوي.

د جرمني رسنیو رپوټ ورکړی چې د روان کال په لومړیو دریو میاشتو کې ۸۴۶۸ پناه غوښتونکي په پخپله خوښه خپلو هیوادونو ته ستانه شوي دي. دا په داسې حال کې دي چې د تیر کال په لومړیو دریو میاشتو کې ۱۳۸۴۸ کسان په پخله خوښه د جرمني نه بیرته خپلو هیوداونو ته تللي وو.

د ٢٠١٦ کال د دسامبر نه راپدیخوا د جرمني حکومت درې ځلې افغان پناه غوښتونکي چې د پناه غوښتنې درخواستونه ورکړي وو له هیواد نه ایستلي او بیرته یې افغانستان ته ستانه کړي دي.

د ناامنیو تر څنگ د بیکارۍ زیاتیدل یو له عمدو دلیلونو څخه دی چې افغان ځوانان د هیواد پریښودلو ته مجبوریږي. د افغانستان د احصایي د مرکزي ادارې د شمیرو له مخې په هغه هیواد کې د بیکارۍ کچه په سلو ۴٠ ته رسیدلې ده.

XS
SM
MD
LG