د جرمني د اقتصاد وزارت ویلي چې دوی ته خبر ورکړل شوی چې روسیه به د دروژبا پایپلاین له لارې جرمني ته د قزاقستان د خامو تېلو لېږد ودروي.
د دې اقدام په صورت کې، د جرمني له سترو تصفیه خانو څخه به یوه دیته اړه شي چې د دې کموالي د جبران لپاره بدیلې سرچینې پیدا کړي.
د جرمني په وینا، دا پرېکړه لا تر اوسه د روسیې له لوري په رسمي ډول نه ده تایید شوې، خو کولی شي د (پيسيکي شوېدیټ) تصفیه خانې ته لوی زیان ورسوي، هغه شرکت چې د برلین د سون توکو ډېره برخه برابروي.
دا وضعیت د جرمني لپاره د سون توکو د تأمین په اړه اندېښنې هم زیاتوي ځکه د ایران جګړې لا دمخه د خلیج له سیمې څخه د تېلو په جریان کې خنډونه رامنځته کړي دي.
تېر کال د دروژبا پایپلاین له لارې جرمني ته د قزاقستان د تېلو صادرات له ۲.۱ میلیونو ټنو څخه زیات وو، چې شاوخوا ۴۳ زره بېرله په ورځ کې کېږي او دا د ۲۰۲۴ کال په پرتله شاوخوا ۴۴ سلنه زیاتوالی ښيي.
د ۲۰۲۶ کال په لومړیو دریو میاشتو کې هم دا شمېر شاوخوا ۷۳۰ زره ټنو ته رسېدلی دی.
فورم \ دبحث خونه