د لاس رسي وړ اتصالات

جرمني د سرتیرو کمی لري؛ ښایي بهرنیان وګماري


جرمني د ۱۹ زره نویو سرتیرو په لټه کې دی خو د هیواد دننه یې نشي موندلی.

جرمني غواړي په راتلونکو پنځو کلونو کې د خپلو پوځیانو شمیر له ۱۷۹ زرو نه ۱۹۸ زرو ته لوړ کړي. خو د دغه کار لپاره په کافي شمیر جرمنان نه موندل کیږي. اوس د جرمني د دفاع وزرات پر داسې یوې طرحې کار پیل کړی چې د جرمني د پوځي ځواکونو په لیکو کې د نورو اروپايي هیوادونو د وګړو ورننوتلو ته لار پرانیزي.

شننونکي وايي چې د جرمني د پوځ د شمیر زیاتول په ختیځې اروپا کې د روسیې له مخ په ډیریدونکو ګواښونو سره تړاو لري.دغه راز، امریکايي ولسمشر، دونالد ټرمپ، هم پر خپلو متحدو اروپايي هیوادونو غږ کړی چې خپل پوځي لګښتونه ډیر کړي.

جرمني کې دا مهال د بیلابیلو اروپايي هیوادونو سلګونه زره خلک اوسیږي. د جرمني د دفاع وزیر ویلي چې په پوځ کې به هغو اروپایانو ته لمړیتوب ورکړل چې په جرمني کې یې ژوند کړی وي او په جرمني ژبه وپوهیږي.

XS
SM
MD
LG