د لاس رسي وړ اتصالات

جرمني له امریکا څخه د سمندري ګزمو لپاره الوتکې اخلي


د سمندري څارنې Boeing P-8A الوتکې
د سمندري څارنې Boeing P-8A الوتکې

جرمني وایي د امریکا له متحده ایالاتو څخه د سمندري ګزمو لپاره د ۱.۳۱ میلیارډ ډالرو په ارزښت بوینګ الوتکې اخلي.

د جرمني د دفاع وزارت د چهارشنبې په ورځ جون ۳۰ (چنګاښ ۹) وویل چې د سمندري څارنو لپاره په ۱.۳۱ میلیارډ ډالرو پنځه بوینګ P-8A الوتکې پیري.

د رویترز اژانس ویلي چې د جرمني د پارلمان د بودجې کمیټې دغه معامله تصویب کړې ده.

ددغو الوتکو د اخیستلو تړون به واشنګټن ته د جرمني د دفاع وزیرې انګریت کرامپ کارنباور په سفر کې د امریکا د دفاع وزیر سره لاس لیک شي.

د جرمني د دفاع وزارت ویلي چې « د ۱.۱ میلیارډ یورو په ارزښت دغه پیرودنه به د اوږد واټڼ سمندري اکتشافاتو او اوبتلونو د تعقیب کولو وړتیا او عاجله اړتیا رفع کړي.»

دغه الوتکې به د جرمني د زاړو شویو لاک هیډ P-3C ښکاري الوتکو ځای ونیسي.

XS
SM
MD
LG