د لاس رسي وړ اتصالات

جرمني د ماشومانو د لوڅو فلمونو ستر آنلاین مرکز وتړه


په جرمني کې پولیسو نن دوشنبه، مې ۳(غوایي۱۳) وایي چې په نړۍ کې د ماشومانو د بربنډو عکسونو تر ټولو ستر آنلاین مرکز یې تړلی او د دې مرکز څلور غړي یې د اپریل د میاشتې په پیل کې په عملیاتو کې نیولي دي.

دا مرکز چې "Boystown" یا د هلکانو ښارګوټی نومېده د ۲۰۱۹ کال راپدیخوا یې څه باندې ۴۰۰ زره غړي درلودل. د دې مرکز غړیو په ټولې نړۍ کې د کمپیوټر د ځانګړي سافټویر، ځانګړي سیستم او اړیکو نیولو د لارې د ماشومانو د سکس او د هغوي نه د ناوړه ګټې اخیستو ویډیوګانې لاس په لاس کولې.

د جرمني پولیسو ویلي چې په تر لاسه شویو موادو کې د پنځه کالو نه د کم عمره هلکانو ویډیوګانې هم پدې مرکز کې وې.

په جرمني کې چارواکي وایي درې سړي چې عمرونه یې د ۴۰ او ۶۴ کالونو تر منځ دي او دا آنلاین مرکز یې چلاوه، د پولیسو په اوو عملیاتو کې نیول شوي. پولیسو همدارنګه ویلي چې څلورم مشکوک شخص په پاراګوای کې نیول شوی.

دې کسانو د خپل مرکز غړیو ته د تخنیکي مرستو تر څنګ دا سلا مشورې هم ورکولې چې څنګه ځانونه د چارواکو د سترګو نه پټ وساتي.

په پاراګوای کې نیول شوی مشکوک شخص هم د جرمني اوسیدونکی دي او د فرانکفورټ د یوې ځانګړې محکمې د حکم له مخې به جرمني ته وسپارل شي.

د دې مرکز تر ټولو د پاخه عمر مدیر ۶۴ کاله عمر لري. هغه د دې مرکز تر ټولو فعال غړی دي ځکه چې د ۲۰۱۹ کال راپدیخوا یې ۳۵۰۰ ځله مواد خپاره کړیدي.

په عملیاتو کې د امریکا، هالنډ، سویډن او کاناډا پولیسو هم د جرمني د امنیتي ځواکونو سره همکاري کوله.

XS
SM
MD
LG