د لاس رسي وړ اتصالات

جرمني او سویس د داعش څلور تنه پلویان نیولي 


عکس: ارشیف
عکس: ارشیف

د جرمني او سویس څارنوالانو د سه شنبې په ورځ جون ۱۴ (غبرګولي ۲۴) وویل چې په ګډو عملیاتو کې یې د اسلامي دولت د ډلې یا داعش څلور تنه غړي یا پلویان نیولي دي.

سویسي مقاماتو ویلي چې دغه درې تنه د سویس د زوریخ په مربوطاتو، سنګت ګالن او لوسرن کې نیول شوي او زیاته کړې یې ده چې په اړه یې نورې څیړنې هم تر سره شوي دي.

پدغو کسانو باندې تور دی چې «د اسلامي دولت د غیرقانوني ډلې په فعالیت کې یې برخه اخیستې او یا یې د هغې ملاتړ کړی دی.»

همداشان د جرمني فدرالي څارنوالانو ویلي چې یو تن د داعش په تړاو ددې هیواد په لویدیځ ښار رویمبرګ کې نیول شوی دی.

دغه شخص چې یواځې د حلیم نو په نامه یاد شوی پرې تور لګول شوی چې «د تاوتریخوالي ډک جدي برید ته یې ټینګ تیاری نیولی و چې د دولت امنیت ګواښي او په یو بهرني تروریستي سازمان پورې مربوط دی.»

داسې باور دی چې هغه غوښتل د ۲۰۲۰ کال په سپتمبر کې له جرمني څخه د ترکیې له لارې سوریې ته ولاړ شي.

د جرمني د فدرال څارنوال دفتر په یوه اعلامیه کې ویلي چې «دغه تورن شخص په سوریه کې غوښتل د بهرني تروریستي سازمان "دولت اسلامي" ډلې سره یوځای شي، پوځي تمرینونه وکړي او بیا په جګړه او یا ترهګریزو بریدونو کې ونډه واخلي.»

خو، حلیم د یو لړ دلیلونو په وجه چې سمدستي ندي څرګند شوي ونه توانید چې سوریې ته ولاړ شي او بیرته جرمني ته راستون شوی دی. څارنوالان وایي «لږ تر لږه د ۲۰۲۱ کال په اپریل کې هغه په جرمني کې د داعش غړی شوی او ددې ډلې لپاره یې پراخ تبلیغات کړي دي».

د هغه په وظایفو کې «د عربي ژبې څخه جرمني ژبې ته د داعش د رسمي لیکونو، ویدیو او غږیزو پیغامونو ژباړه او په جرمني ژبو سیمو کې د تیلګرام د مختلفو چیبنلونو له لارې ددغو موادو خپرول شامل وو.» څارنوالانو زیاته کړې چې «داعش دغه ډول فعالیتونه په مستقیمه توګه په سخت جهاد کې د برخې اخیستلو سره یو شان ګڼي.»

همداشان داسې باور کیږي چې دغه تورن کس په ۲۰۲۱ کې د داعش له مشرانو سره په ټیلیفوني مکالمو کې برخه اخیستې ده چې د «داعش عملیاتي سیمې» ته له تګ دمخه «خپل اعتبار ثابت کړي».

خو د ۲۰۲۲ په جنورۍ کې سوریې ته د تګ لپاره «د هغه بیاځلي هڅه بیا هم ناکامه شوه».

ټاکل شوې وه چې حلیم نو، د سه شنبې په ورځ د یو فدرالي قاضۍ پر وړاندې حاضر شي. هغه به پریکړه وکړي چې هغه په بند کې ,ساتي او که نه.

د جرمني استخباراتي خدمات اټکل کوي چې د ۲۰۱۱ کال راهیسې ۱۱۵۰ تنه د اسلامي دلیلونو په وجه له جرمني څخه عراق او سوریې ته تللي دي. د هغوی له جملې څخه له دریو څخه یو یې بیرته جرمني ته راغلي پداسې حال کې چې ۲۷۰ تنه یې په عراق او سوریه کې وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG