د لاس رسي وړ اتصالات

جرمني د اوکراین سره څه باندې ۱ ملیارد یورو نظامي مرستې کوي


په جرمني کې د اوکراین په پلوۍ مظاهرې هم شوي.
په جرمني کې د اوکراین په پلوۍ مظاهرې هم شوي.

سره لدې چې کیف شکایت کوي جرمني ورته د روسیې سره په جګړې کې درنې وسلې ندي ورکړي خو د جرمني حکومت جمعه اپریل ۱۵ (وري۲۶) د اوکراین سره د څه باندې ۱ ملیارد یورو نظامي مرستو اعلان وکړ.

د حکومت یو ویاند د فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې "برلین د نورو هیوادونو مرستو په پام سره پریکړه کړې چې د دفاعي سکتور نړیوالې مرستې ۲ ملیارده یورو کړي او د دې مرستو ډیره برخه د اوکراین سره نظامي مرستې دي".

د جرمني د مالیې وزیر کریستیان لیندنر هم په ټویټر کې د اوکراین سره دا نظامي مرستې تائید کړې او ویلي یې دي چې اوکراین باید دا پیسې د نظامي تجهیزاتو په اخیستو ولګوي.

جرمني د اوکراین سره دا نظامي مرستې پداسې حال کې کوي چې تر دې وړاندې د کیف او ګاونډي هیواد پولینډ په ګډون ګڼ شمیر اروپایي هیوادونو شکایت کړی و چې د روسیې سره په جګړې کې اوکراین ته درنې وسلې او نور لازم تجهیزات نه ورکول کیږي.

په کور دننه هم د جرمني په صدراعظم اولاف شولتز انتقادونه پدې خاطر ډیر شوي چې ولې د اوکراین سره د درنو وسلو په مرستې کولو کې زړه نا زړه دی. سره لدې چې په اواکراین د روسیې د یرغل څخه وروسته ښاغلي شولتز د خپل هیواد دفاعي پالیسي تر ډیره حده بدله کړې خو تر دې دمه یې د اوکراین سره د درنو وسلو د مرستو څخه ډډه کړې وه.

په ښاغلي شولتز دا انتقادونه هم کیږي چې ولې د بریتانیې د صدراعظم بوریس جانسن او د اروپایي اتحادیې د مشرې ارسولا وان دیر لیان په شان اوکراین ته یې تر اوسه سفر ندی کړی.

په جرمني کې د اوکراین سفیر اندرې ملینایک هم ویلي چې کیف ته د ښاغلي شولتز سفر به "قوي پیغام" ولري او سیاسي مخالفینو هم غوښتي چې صدراعظم دې اوکراین ته ولاړ شي او د حالاتو جاج دې واخلي.



XS
SM
MD
LG