د لاس رسي وړ اتصالات

جرمني او امریکا پر خپلو اختلافاتو خبرې کوي


جرمني او امریکا پر خپلو اختلافاتو خبرې کوي
جرمني او امریکا پر خپلو اختلافاتو خبرې کوي

د جرمني صدراعظمه انگېلا مرکېل نن په واشنگټن کې ده چې دامرېکا له جمهوررئېس براک اوباما سره ملاقات وکړی . رپوټ وايی جمهوررئېس هغی ته هرکلی ووایه.

دواړه مشران به نن د سه شنبی په ورځ په لېبېا کې دناټو په عملیاتو باندی بحث وکړي. داهغه پروژه ده چې جرمنی ېې ملاتړ ندی کړی. په دې خبر و کې به هغو ی خپل اختلاف نظر د لېبېا او اقتصادی پالېسیو په برخه کې مطرح کړی.

رپوټ وايی چې دالمان د صدراعظمی انگېلا مرکېل دهرکلی مراسم په ډېرو رسمی اوشاندارو مراسمو ترسره شول. او ددواړو هېوادونو می سرود پکې وغږول شو.

رپوټ وايی په دغه مجلس کې به په هغو جدی مساېلو بحث وشی چې دواړه هېوادونه ېې په دې نېژدی وخت کې سره جلاکړېدی.

چارواکی وايی تمه ده چې دواړه مشران به دافغانستان، تونس، د منځنی ختېځ په حالاتو او نړېوال اقتصاد په څرنگوالی باندی هم بحث وکړي.

XS
SM
MD
LG