د لاس رسي وړ اتصالات

جرمني‌ کې سیلابونه: د مړو شمېر ۱۳۳ ته ورسېد 


چارواکي‌ وايي د اوبو ځینې زیرمې هم ویجاړې شوې
چارواکي‌ وايي د اوبو ځینې زیرمې هم ویجاړې شوې

په جرمني کې چارواکي وايي د شنبې په ورځ جولای ۱۷ (چنګاښ۲۶) په سیلابونو کې یو شمېر ایسار شوي خلک ژغورلي دي.

د جرمني په یو شمېر سیمو کې له سختو بارانونو وروسته سیلابونه راوتلي چې ډېر ځاني او مالي‌ زیانونه یې اړولي‌ دي.

د جرمني‌ په لویدیځ کې ژغورونکي لا هم د خلکو په ژغورلو لګیا دي‌ خو د اوبو سطحه لوړه ده،‌ ځینې ودانۍ په اوبو کې ډوبې شوي او ځينې یې ویجاړې شوي دي.

پولیس وايي تر دې دمه ۱۳۳ تنه مړه شوي او سلګونه نور ورک دي.

د جرمني‌ د «واسېنبرګ» په ښارګوټي کې د اوبو یو بند مات شوی او هلته شاوخوا ۷۰۰ کسان ژغورل شوي دي.

سیلابونه له تېرو څو ورځو راهېسې راوتلي او تر ډېره یې د جرمني‌ د «راينلند» او «نورت راين ويسفالن»ښارونه ځپلي او په دغو ښارونو کې برېښنا او مخابراتي شبکې پرې شوي دي.

د جرمني د هوا پېژندني‌ د ادارې ویاند اندرییز فریدریچ سي امریکايي رسنۍ ان ان ته ویلي: « په ځینو سیمو کې دومره باران شوی چې موږ یې په تېرو سلو کلونو کې ساری ندی لیدلی.»

چارواکي وايي د جرمني د«Ahr» سیند اوبه هم پورته ختلي او د دغه سیند غاړې ویجاړې شوي دي.

له فضا څخه په اخیستل شویو ویدیوګانو کې ښودل کیږي چې سیلابونو کورونه او پلونه ړنګ کړي‌ دي.

د اروپا په ځینو نورو هېوادونو لکه بلجیم، فرانسې،‌ هالنډ او لوګزامبور کې هم د سختو سیلابونو راپورونه ورکړل شوي‌ دي. راپورونه وايي چې په بلجیم کې هم لږ تر لږه شل تنه مړه شوي ‌دي.

XS
SM
MD
LG