د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د پوځ د مرکزي‌ قوماندانۍ د مشر او اشرف غني ملاقات 


ارګ وايي له ښاغلي مک کنزي سره ملاقات د شنبې په ورځ شوی
ارګ وايي له ښاغلي مک کنزي سره ملاقات د شنبې په ورځ شوی

جمهوري ریاست وایي‌ ولسمشر محمد اشرف غني د امریکا د متحدو ایالتونو د پوځ د مرکزي قومندانۍ له مشر جنرال مکینزي سره لیدلي دي.

ارګ وايي دا ملاقات د شنبې په ورځ مارچ ۱۳ (کب ۲۳) په ارګ کې شوی دی.

اعلامیه وايي دواړو د افغانستان د سولې او نور مسایلو په اړه بحث او خبرې وکړې.

په اعلامیې کې راغلي ‌دي: «دواړو لوریو د سولې پروسې، امنیتي وضعیت او د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ په اړه بحث او خبرې وکړې او د تاوتریخوالي پر زیاتوالي يې اندېښنه څرګنده کړه.»

ارګ د دغه ملاقات تصویرونه هم خپاره کړي چې د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح،د دفاع سرپرست وزیر او مرستیال شاه محمود میاخیل،د غوڅ ملاتړ ماموریت قومندان جنرال سکاټ مېلر او د امریکا متحدو ایالتونو سفارت شارژافیر هم په غونډه کې ناست دي.

د امریکا سفارت په رسمي ډول ددغې غونډې په اړه خبر او جزیات خپاره کړي ‌نه دي.

دا ملاقات داسې مهال کیږي چې له طالبانو سره د افغانستان د اسلامي جمهوریت او طالبانو ترمنځ ‌د سولې خبرې درېدلي دي‌ او اوس روسیه او ترکیه د افغانستان د سولې په اړه د نویو غونډو لپاره ترتیبات نیسي.

تر دغه ملاقات مخکې امریکایي چارواکو افغان حکومت ته د «افغانستان د سولې انتقالي حکومت» تشکیل طرحه سپارلې وه چې په کې «د نوي اساسي قانون تر تصویب او ملي ټاکنو وروسته» واک یوه دایمي دولت ته سپارل کیږي.

خو ولسمشر غني ظاهرآ د دغې طرحې سره مخالفت کړی دی او وايي چې د واک د انتقال یوازینۍ مشروع لار انتخابات دي.

XS
SM
MD
LG