د لاس رسي وړ اتصالات

غني افغان ځواکونو ته- د طالبانو ځپلو لپاره بېرته تعرضي عملیات پیل کړئ


ولسمشر غني‌ د کابل او ننګرهار بریدونه د طالبانو او داعشې ډلې جنایتونه وبلل
ولسمشر غني‌ د کابل او ننګرهار بریدونه د طالبانو او داعشې ډلې جنایتونه وبلل

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني په کابل او ننګرهار کې وروستي‌ بریدونه په کلکه وغندل او هغه یې د طالبانو او داعشې ډلې جنایتونه وبلل.

ښاغلي غني د سه شنبې مۍ۱۲ (غوايي۲۳) په ماښام په تلویزیوني وینا کې افغان امنیتي ‌او دفاعي ځواکونو ته لارښوونه وکړه چې له "دفاعي حالت څخه بېرته تعرضي حالت ته واوړي‌ او د طالبانو او نورو ټولو ترهګرو ډلو د بریدونو د مخنیوي‌ او ځپلو لپاره دې بیا عملیات پیل کړي. "

د فبرورۍ په ۲۹نېټه امریکا په قطر کې له طالبانو سره د سولې تړون وکړ، تر تړون یوه اونۍ مخکې طالبانو د تاوتریخوالي په کمولو موافقه کړې وه.

په هماغه وخت کې ولسمشر غني‌ د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته لارښوونه کړې وه چې په طالبانو دې بریدونه ودروي‌ او دفاعي حالت دې غوره کړي.

ښاغلي‌ غني‌په خپلو تازه خبرو کې په ټېنګار سره وویل چې په وار وار یې طالبانو ته د سولې او خبرو وړاندیز وکړ،‌ خو "د طالبانو ډلې د پردیو په لمسون جنګ ته شدت ورکړی دی."

هغه وویل چې د افغانانو او نړیوالې ټولنې له پرلپسې غوښتنو سره سره بیا هم "طالبانو له جنګ او افغان وژنې لاس نه دی اخیستی او زموږ په هیوادالو او عامه ځایونو یې بریدونه زیات کړي‌دي. "

ښاغلي غني یو وار بیا له طالبانو وغوښتل چې جنګ بند او سوله وکړي چې هم د کروناسره مبارزه ښه وشي او هم په افغانستان کې یوې تلپاتې سولې ته لار پرانیستل شي.

خو هغه دا خبره هم وکړه چې ګنې طالبان د سولې په اړه دا غوښتنې د افغان حکومت کمزوري بولي.

ولسمشر غني په کابل کې په یو سل بستریز نسايي ولادي روغتون باندې د وسله برید او په ننګرهار کې په جنازه کې د یو ځانمرګي برید په اړه ولس ته وینا وکړه او د افغانستان ملي تلویزون یې دا وینا ژوندۍ خپره کړه.

ښاغلي‌غني‌ داسې مهال بېرته افغان ځواکونو ته پر طالبانو د بریدونو امر کوي چې څه موده مخکې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي‌قومندان ویلي‌ وو که د طالبانو بریدونه همداسې روان وو، ځواب ته دې په تمه شي.

چارواکي‌وايي په کابل او ننګرهار کې په بریدونو کې شاوخوا ۴۲ تنه وژل شوي‌او لسګونه نور ژوبل دي. په وژل شویو کې ښځې اوماشومان هم شامل دي.

افغان حکومت دا بریدونه د طالبانو کار بولي خو طالبان وايي چې هغوی نه دی کړی. د امریکا سفارت، ناټو او د بخښنې نړیوال سازمان دا بریدونه غندلي‌دي.

XS
SM
MD
LG