د لاس رسي وړ اتصالات

ننګرهار کې د جنازې پرمهال ځانمرګي برید۲۵ تنه وژلي۵۶ ټپیان دي


برید د محلي پولیسو د یو پخواني قومندان په جنازه شوی
برید د محلي پولیسو د یو پخواني قومندان په جنازه شوی

د ننګرهار ولایت په ښېوې ولسوالۍ کې د محلي پولیسو د قوماندان شیخ اکرم جنازه کې ځانمرګي برید لږ تر لږه ۲۵ کسان وژلي او ۵۶یې ټپیان کړي دي.

په وژل شویو کسانو کې د ننګرهار د ولایتي شورا غړی لالا خان هم شامل دی.

د افغانستان د امنیت شورا دا برید د طالبانو کار بللی دی. د امنیت شورا په یوې اعلامیې کې ویل شوي‌ دي چې دا ډول بریدونه طالبان کوي او طالبان په افغانستان کې د داعش او نورو ترهګرو ډلو د موجودیت علت دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوږیاڼي امریکا غږ ته وویل، دغه ځانمرګی برید نن سه شنبه مۍ۱۲(غويي۲۳) له غرمې مخکې څه باندې یوولس بجې د جنازې له ودرېدو څو شېبې مخکې شوی دی. هغه وايي تر اوسه ۲۱ کسان وژل شوي او ۵۵ نور ټپیان دي.

د ننګرهار عامې روغتیا ریاست ویاند ډاکټر ظاهر عادل رسنیو ته وویل چې د ښېوې له پېښې ورته دولس جسدونه او ۵۶ ټپیان ور وړل شوي دي.

هغه وايي په ټپیانو کې د ځینو یې روغتیايي حالت نازک دی.

د ننګرهار ولایتي شورا غړي ناصر کامه وال امریکا غږ ته وویل چې په دغه ځانمرګي برید کې تر ۶۰ ډېرو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

هغه وايي چې په دغه برید کې د ولسي جرګې د غړي نوراغا ملکزي درې زامن چې یو یې د ننګرهار د ولایتي شورا غړی لالا خان ملکزی دی هم وژل شوي او په خپله نور اغا ملکزی ټپي دی.

د پېښې یو عیني شاهد نعیم جان امریکا غږ ته وویل چې دی په خپله په جنازه کې و.

هغه وايي جنازه لا نه وه درېدلې چې لویه چاودنه وشوه او مړي او ټپیان یې ولیدل چې پراته وو.

طالبانو ویلي په دغه برید کې لاس نه لري او بلې ډلې هم مسؤلیت نه دی اخیستی.

XS
SM
MD
LG