د لاس رسي وړ اتصالات

جمهور رئیس غني له طالبانو بیا د اوربند غوښتنه کړې


طالبانو تراوسه د اوربند د ټینګیدو لپاره د نړیوالې ټولنې غوښتنې ته غبرګون نه دی ښودلی.
طالبانو تراوسه د اوربند د ټینګیدو لپاره د نړیوالې ټولنې غوښتنې ته غبرګون نه دی ښودلی.

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني یو ځل بیا له طالبانو غوښتي، چې ناامنو او جنګ ځپلو سیمو ته د بشري مرستو د رسیدلو لپاره دې اوربند وکړي.

جمهور رئیس محمد اشرف غني د چهارشنبې په شپه اپریل ۱۵ ( وري اوویشتم) په یوه تلویزیوني وینا کې د ملګرو ملتونو عمومي منشي له خوا د جګړو د بندیدو او اوربند د ټینګیدو نړیوالۍ غوښتنی ته په پاملرنې له طالبانو وغوښتل، چې د ملګرو ملتونو غوښتنه دې ومني.

ښاغلي غني وویل "زه له طالبانو غواړم، چې د ملګرو ملتونو، د سیمې د هیوادونو او د افغانستان د خلکو برحقه اواز ته دې مثبت ځواب ورکړي او جګړه دې بنده او اوربند دې ټینګ کړي".

تیره ورځ د شمالي اتلانتیک ټړون "ناتو" ټولنې او اروپايي ټولنې هم د طالبانو د بریدونو د بندیدلو او په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمیدو غوښتنې کړې وې.

طالبانو تر اوسه د ملګرو ملتونو او اروپايي ټولنې د اوربند غوښتنو ته ځواب نه دی ورکړی.

خو دغې ډلې د کروناویروس سره د مبارزې لپاره تر خپل کنټرول لاندې سیمو ته د مرستې رسونې ادارو د فعالیت اجازه ورکړې ده.

په افغانستان کې د کرونا ویروس بیښې په ۲۹ ولایتونو کې ثبت شوي دي.

د افغانستان عامې روغتیا وزارت خبرداری ورکړی، چې که چیرې جدي وقایوي تدابیر ونیول شي، نو کیدای شي دا ناروغي په دغه هیواد کې په یو ناورین بدله شي.

د کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره د مرستو ځانګړي کول

جمهور رئیس غني په خپله وینا کې په دې ټینګار وکړ، چې افغانستان سره د نړیوالې ټولنې مخکینۍ مالي ژمنې به د کروناویروس سره د مبارزې لپاره ځانګړې شي.

ښاغلي غني وویل، چې افغان حکومت د کروناویروس د خپریدو له پیل څخه دا وبا جدي وګڼله او د دغې ناروغۍ د حرکت ټولو ابعادو ته متوجه و، چې د هغه پر وینا د هر پړاو لپاره یې پلانونه ترتیب شوي وو.

ښاغلي غني وویل "مونږ به سر له سبا د نړیوالې ټولنې په ځانګړي ډول د نړیوالو مرسته کوونکو ادارو سره بحث پیل کړو، چې څنګه کولی شو د دغو ادارو او هیوادونو پخوانې مالي ژمنې د کروناویروس سره د مبارزې په لاره کې تعدیل کړو. په دې هکله د دولت د رهبرۍ په مختلفو غونډو کې بحثونه شوي دي".

جمهور رئیس محمد اشرف غني وویل، چې د نړیوالو مرستو د تعدیل وړاندیز ترتیب شوی او کابینه به دا وړاندیز د بحث وروسته تصویب کړي.

ښاغلي غني وویل، چې د کرونا ویروس منحني په افغانستان کې صعودي حرکت تعقیبوي، چې له هغې وروسته پړاو د اعظمي خپریدو پړاو په مخ کې دی، چې ښاغلي غني د فلاکت د نقطې په نوم یاد کړ.

جمهور رئیس غني وویل، حکومت د دغه پړاو لپاره هم لازم اقدامات په پام کې نیولي دي.

ښاغلي غني وویل "زمونږ له نظره د دغې منحني د جهت راتلوونکي پړاونه به دا وي، چې د ناروغۍ د خپریدو اعظمي او نهايي ټکی، چې د فلاکت نقطه ورته ویل کیږي ارزیابي او پیش بینې کړو او لازم چمتوالی ورته ولرو".

جمهور رئیس غني خلکو ته ډاډ ورکړ، چې په دې سختو شرایطو کې د حکومت مشرتابه د ټولو سکټورونو سره په اړیکه کې دی، تر څو نه یوازې د وقایه لپاره لازم اقدامات ترسره کړي، بلکې د کروناویروس د ناروغۍ پر وړاندې ټولې اړتیاوې هم برابرې کړي.

د کرونا ویروس په لومړي ځل د ۲۰۱۹ میلادي کال د ډسمبر په میاشت کې د چین د هوبي‌ ایالت د ووهان په ښار کې خپور شو.

په امریکا کې د جانس هاپکنس د پوهنتون د معلوماتو په اساس د کرونا ویروس د نن پنجشنبې تر سهار اپریل ۱۶ (وري ۲۸) پورې له ۱۳۷ زرو څخه زیات کسان مړه کړي او له دوه میلیونو زیات نور پرې اخته شوي دي.

دا ویروس اوس د نړۍ په ۱۸۵ هېوادونو کې خپور شوی دی.

XS
SM
MD
LG