د لاس رسي وړ اتصالات

غني او عبدالله د سیاف کور ته ورغلي


ارګ وايي جمهور رئیس محمد اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله د استاد سیاف له خوا پغمان کې سهار چایو خوړلو ته بلل شوي وو.
ارګ وايي جمهور رئیس محمد اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله د استاد سیاف له خوا پغمان کې سهار چایو خوړلو ته بلل شوي وو.

جمهوري ریاست ویلي، چې جمهور رئیس محمد اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د افغانستان د روانو حالاتو په سر د خبرو لپاره د یکشنبې په ورځ ( وږي ۲۵ مه) په پغمان کې د جهادي مشر عبدالرب الرسول سیاف کور ته ورغلي وو.

د ارګ په اعلامیه کې ویل شوي، چې استاد سیاف جمهور رئیس محمد اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله په خپل کور کې سهار چایو خوړلو ته بللي وو.

د جمهور رئیس محمد اشرف غني سره په دې سفر کې د اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله سربیره، د افغانستان د ملي امنیت رئیس محمد معصوم ستانکزی هم ملګری وو.

د ارګ په اعلامیه کې ویل شوي " په دغه میلمستیا کې دوی د ورځنیو مسائلو ترڅنګ د هېواد په روانو سیاسي او امنیتي موضوعاتو بحث او خبرې وکړې".

استاد سیاف، د افغانستان د ساتنې او ثبات د شورا په نوم د افغان حکومت د یو مخالف سیاسي حرکت مشري کوي.

تراوسه لا د پخوانیو مجاهدینو دغه مشر د دغې کتنې په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

جمهور رئیس او اجرائیه رئیس په داسې حال په پغمان کې د استاد سیاف کورته ورغلي، چې د افغانستان ستر ملي اېتلاف، چې د استاد سیاف په مشرۍ د افغانستان د ساتنې او ثبات شورا یې هم غړیتوب لري، د ولسي جرګې د راروانو ټاکنو په اړه سخت دریځ نیولی او په کندهار، هرات او مزارشریف ښارونو کې یې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون ولایتي دفترونه تړلي دي.

XS
SM
MD
LG