د لاس رسي وړ اتصالات

غني او عبدالله د پنجشنبې په ورځ بیا سره ګوري


دواړو مشرانو ترمنځ دا کتنه د یو لړ جنجالونو وروسته د ستونزو د هوارولو لپاره دوهمه غونډه ده چې د پنجشنبې په ورځ ترسره کیږي.
دواړو مشرانو ترمنځ دا کتنه د یو لړ جنجالونو وروسته د ستونزو د هوارولو لپاره دوهمه غونډه ده چې د پنجشنبې په ورځ ترسره کیږي.

اجرائیه ریاست وايي، اجرائیه رئیس عبدالله به د پنجشنبې د ورځې په غونډه کې د ولسمشر غني څخه د خپلو غوښتنو په اړه ځوابونه ترلاسه کړي، چې د دوهمې ناستې پایلې به ددغو مشرانو ترمنځ په درییمه غونډه کې وارزول شي.

د افغانستان ولسمشر محمداشرف غني او اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله تر منځ د مخامخ خبرو له لومړۍ غونډې وروسته تاکل شوې چې دواړه مشران راروانه پنج‌شنبه بیا سره وویني.

د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال جاوید فیصل امریکا غږ ته وویل، چې دواړه مشران به په دویمه غونډه کې هم د سیاسي موافقې د عملي کولو پر سر وغږېږي.

جاوید فیصل زیاته کړه، چې د پنجشنبې ورځې له لیدنې وروسته به دواړه مشران درېیمه غونډه هم کوي او له هغې وروسته به د ټولو ترسره شوو غونډو ارزونه وشي او یوه نتیجه به ترلاسه شي.

که څه هم لا تراوسه د ولسمشر غني او اجرائیه رئیس د لومړۍ ناستې جزئیات په رسمي توګه څرګند شوي نه دي، خو په ارګ کې یوې منبعې امریکا غږ ته وویل، چې په دې ناسته کې اجرائیه رئیس په څلورو برخو کې خپل ۳۳ وړاندیزونه ولسمشر ته وړاندې کړې دي.

ټاکنیز اصلاحات

د افغانستان په ټاکنیز نظام کې اصلاحات او پر بنسټ یې د ولسي جرګې او د ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو ترسره کول یو له هغو غوښتنو څخه ده چې اجرائيه ریاست ورباندې ټینګار لري.

د افغانستان جمهوري ریاست وايي، چې د ټاکنو د نوي قانون طرح د کابینې د غړو په وړاندیز او د نړیوالو نورمونو پر بنسټ له ارزونې وروسته تائید شوې ده.

د جمهوري ریاست د یوې خبرپاڼې له مخې، دغه طرح تیره ورځ د افغانستان کابینې په پرنسیب کې تائيد کړې ده.

جمهوري ریاست ټینګار کړی، چې د ټاکنو د قانون طرح به د یو تقنیني فرمان په توګه د افغانستان د ولسمشر له خوا صادر شي.

د ټاکنو د نوي قانون په طرح کې یو څوکۍ اهل هنود او ۲۵ څوکۍ ښځو ته ځانګړې شوې دي.

په همدې حال کې اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله وايي، د ټاکنو د نوي قانون د طرحې تائیدېدل به د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنو ته لار پرانیزي.

ښاغلي عبدالله چې نن په کابل کې یوې غونډې ته وینا کوله وویل "د ټاکنو د قانون په اړه تیره ورځ یو پرمختګ شوی، یوه فصله شوې چې د ټاکنیزو اصلاحاتو په برخه کې ده او د ټاکنو د ترسره کولو ته لار خلاصوي".

د ټاکنو د نوي قانون طرح په داسې حال کې د کابینې له خوا تائید شوې، چې شاوخوا دوه میاشتې مخکې د افغانستان ولسي جرګې د ټاکنو او د ټاکنیزو بنسټونو د تشکیل، دندو او صلاحیتونو په اړه د ولسمشر غني دویم تقنیني فرمان رد کړ.

XS
SM
MD
LG