د لاس رسي وړ اتصالات

ولسمشر غني هم اختر کې د اوربند اعلان وکړ


ولسمشر محمد اشرف غني نن یکشنبه د کوچني اختر په مناسبت پیغام کې د وسله والو طالبانو لخوا د اختر په درې ورځو کې د اوربند د اعلان هر کلی وکړ.

وسله والو طالبانو پرون شنبه ناوخته مې۲۳(غبرګولې۳) د کوچني اختر په لومړیو درې ورځو کې د اوربند اعلان وکړ.

ښاغلي غني نن یکشنبه په ارګ کې د کوچني اختر تر لمانځه وروسته ملت ته په وینا کې وویل چې تیره شپه یې ټولو امنیتي او دفاعي ځواکونو ته امر کړی چې اوربند په بشپړه توګه مراعت کړي او یواځی دفاعي حالت غوره کړ.

نوموړي زیاته کړه:"زه یو ځل بیا د طالبانو لخوا د اوربند د اعلان هر کلی کوم،او بیګاه شپه مې ټولو امنیتي او دفاعي ځواکونو ته امر کړی چې اوربند بشپړه مراعت کړي او یوازي دفاعي حالت غوره کړي."

ښاغلي غني همدارنګه له طالبانو وغوښتل چې خلکو ته زیان ونه ورسوي چې په وینا یې ټول علماء په دې باور دي چې نن ورځ جګړه مشروعیت نه لري.

هغه وویل چې د افغان حکومت مذاکراتي پلاوی چمتو دی چې ژر تر ژره مذاکرات پيل کړي.

نوموړي زیاته کړه:"زموږ پلاوی یو هر اړخیزه پلاوی دی د افغانستان د تولو خلکو استازیتوب کوي."

ولسمشر غني همدارنګه وویل چې طالبان د ټولنې یو واقعیت دی چې په وینا یې قوت یې د خبرو پر میز معلومیږي.

هغه همدارنګه اعلان وکړ چې د طالب بندیانو ازادولو لړۍ به هم ګړندۍکړي:"موږ د یو مسئول دولت په توګه غواړو یو قدم نور هم مخکې لاړ شو: اعلانوم چې د طالبانو د زندانیانو آزادول به ګړندی کوو او له طالبانو هم غواړو چې د هغوي په زندانونو کې زموږ د امنیتي او دفاعي ځواکونو بندیان هم په چټکېسره ژر ژرتره خوشې کړي."

په ارګ د کوچني اختر لمانځه کې د مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله هم ګډون کړی و.

د طالبانو ویاند ذبیح لله مجاهد د مۍ په ۲۳(غبرګولي۳) په یو خپل ټویټر کې په خپرې شوې اعلامیې کې ویلي چې د اختر په ورځو کې به وسله وال طالبان د افغان حکومت تر نفوذ لاندې سیمو ته نه ورځي.

همدغه راز د طالبانو اعلامیه وايي‌ چې د دوی وسله وال به دفاعي‌ حالت کې وي او د افغان حکومت ځواکونو او اړوندو کسانو ته به هم اجازه نه وي چې په اختر کې د طالبانو تر نفوذ او اغیز لاندې سیمو ته ورشي.

دا په داسې حال کې ده چې د ۱۳۹۷ کال د زمري میاشتې پر ۲۳مه کوچني د اختر په مناسبت د افغانستان د حکومت د یو اړخیز اوربند له اعلان وروسته طالبانو هم د دریو ورځو لپاره اوربند اعلان کړی و.

XS
SM
MD
LG