د لاس رسي وړ اتصالات

غني د "څادر" د خبرې له کبله له ښځو بخښنه وغوښته


ارګ وايي، چې د ولسمشر غني له خوا د 'څادر اغوستلو' د اصطلاح له کارولو ناسم تعبیر شوی، خو بیا هم ښاغلی غني د افغانستان له ښځو بخښنه غواړي.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د شنبې په ورځ وویل"هرڅوک چې ادعا کوي چې د هیواد یو عالي رتبه غړی یا د منځنۍ کچې مامور او یا نور د داعش سره ملګري دي، جرأت دې وکړي محکمې ته دې حاضر شي او خپله ادعا دې ثابته کړي او که نه څادر دې واغوندې".

د ولسمشر غني دې خبرې په ټولنیزو رسنیو کې د سیاسي او مدني فعالانو له کلک غبرګون سره مخ شو.

له دغو غبرګونونو وروسته ارګ ټینګار کړی، چې ښاغلی غني د ښځو د حقونو ملاتړی دی او د هغوی د پیاوړتیا لپاره یې هر اړخیزې هڅې کړې دي.

د ارګ په یو بیان کې راغلي "په خواشینۍ، یو شمیر کسان د ولسمشر د شنبې ورځې له خبرو څخه په ناسم تعبیر سره د عامه افکارو د مغشوشولو هڅه کوي. د تیرې ورځې په خبرو کې د څادر اغوستلو کلمې ته اشاره، سیمه‌ییز مروج تعبیر دی او هیڅ‌کله د هیواد د ښځو لوړ مقام ته سپکاوی نه وو او نه دی. که بیا هم له دغه تعبیر څخه د هیواد د ښځو احساسات متاثره شوي وي، ولسمشر له هغوی څخه بخښنه غواړي".

د ارګ په بیان کې ټینګار شوی، چې د ملي یووالي حکومت په تیرو درېو کلونو کې د ښځو د حقونو د خوندیتوب په برخه کې مُهم او اغیزمن رول لوبولی دی.

XS
SM
MD
LG