د لاس رسي وړ اتصالات

غني: څو اونیو کې به په ختیځ کې د داعش ډله له منځه لاړه شي


ولسمشر غني نن د جمعې په ورځ له غرمې وړاندې ننګرهار ته سفر کړی وو.
ولسمشر غني نن د جمعې په ورځ له غرمې وړاندې ننګرهار ته سفر کړی وو.

ولسمشر غني نن په ختیځ کې مېشتو افغان پوځیانو سره په خبرو کې هغوی ته امر وکړ چې په راتلونکو څو اونیو کې د داعش جړلې له دې سیمې وباسي.

ولسمشر محمد اشرف غني د افغانستان د ختیځو ولایتونو د امنیتي حالاتو د ارزونې لپاره نن د جمعې په ورځ د یو لوړ پوړې پلاوي په مشرۍ د لغمان ولایت ته سفر وکړ.

ولسمشر محمد اشرف غني چې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو په قوماندانۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو یوې لویې غونډې ته وینا وکړه. د ښاغلي غني خبرې تر ډېره د افغان پوځ د سرتېرو پر مېړانه څرخېدلې.

ښاغلی غني تالار ته په داسې حال کې راننوت چې د افغان پوځ نظامي شنه خولۍ یې په سر کړې وه "هېله ده ووینۍ چې دا مې ستاسې سره د تعهد استازې ده، دا خولۍ زما د تعهد خولۍ ده".

ولسمشر غني په ختیځ کې مېشتو پوځیانو ته امر وکړ چې په راتلونکو څو اونیو کې د داعش جړلې له دې سیمې وباسي.

هغه وویل " له همدې ځایه درته اعلان کوم چې په راتلونکو اونیو کې به ۲۰۱ سېلاب قول اردو د داعش بیخ او ریشه ختموي. بهترین امکانات درته برابر شوي نور تفصلات نه ورکوو، مګر دوی دې پوه شي چې ختمېږي. همدا رنګه چې دوی ختمېږي نور تروریستي ګروپونه به هم ختم شي".

د لغمان ولایت ته د جمهور رئیس غني سفر
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:11 0:00

ښاغلي غني وویل چې په افغانستان کې د شفق په نوم د پیل شویو پوځي عملیاتو مرکزي برخه به ختیځ زون وټاکي، تر څو موجودې امنیتي ننګونې پای ته ورسیږي.

هغه وویل " په راتلونکو اونیو کې د شفق عملیاتو مرکزي سقل به په شرقي زون کې کړو او ډېره پاملرنه به د عملیاتو او امکاناتو په پام سره سرته ورسوو. او ددغو عملیاتو په پایله کې به حل لارې ته ورسېږو".

هغه په افغانستان کې د زیاتېدونکو یولس زره بهرنیو ځواکونو د ځای پر ځای کېدو په اړه هم وویل چې دغه سرتېري به په ټولو قول اردوګانو ویشي او د اړتیا پر مهال به له حکومت سره په جنګي حالاتو کې مرسته کوي.

افغان ولسمشر په دغه لویه غونډه کې دا هم وویل چې په هېواد کې یې پیل شوې جګړه ددوی نه ده او هغه هېوادونه یې تاوان پرې کړي چې ددغه جنګ په بل ساتلوکې ښکېل پاتې شوي دي.

هغه دا هم وویل چې نړیوال یې په دې قانع کړي تر څو افغان ځواکونه د دښمن په روانه جګړه کې برلاسي دي ځکه نو تر راتلونکو دریو کلونو به نړیوال د شته ۳۵۲ زره امنیتي او دفاعي ځواکونو مالي ملاتړ کوي او په همدې برخه کې یې د هوايي ځواک د لا پیاوړتیا په اړه هم ډاډ هغه څه وو چې په تودو چکچکو بدرګه شول.

XS
SM
MD
LG