د لاس رسي وړ اتصالات

د غني او باجوه خبرې - د همکاریو نوی فصل؟ 


جنرال باجوه د یوه پاکستاني پوځي پلاوي په مشرې کابل ته راغلی
جنرال باجوه د یوه پاکستاني پوځي پلاوي په مشرې کابل ته راغلی

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د یکشنبې په ورځ د پاکستان د پوځ لوی درستیز ته په ارګ کې د ښه راغلاست ویلو تر څنګ وویل چې دغه سفر به ”د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ لپاره نوی فصل“ پرانیزي.

جنرال قمرجاوید باجوه د یوه جګپوړي پاکستاني پلاوي په مشری چې د پاکستان د پوځي استخباراتو (آی اس آی)‌ مشر هم پکښې دی، کابل ته راغلی او تمه کیږي چې د افغان حکومت له اجرایي مشر سره هم خبرې وکړي.

ارګ په یوې خبر پاڼې کې ویلي چې ولسمشر غني او جنرال باجوه د ترهګرۍ ضد جګړې، د افغانستان او پاکستان تر منځ د ترانزیت او سوداګرۍ، د سولې د بهیر او پر نورو مهمو مسایلو خبرې وکړې.

د کابل او اسلام آباد تر منځ د اړیکو تر ترینګلتیا وروسته، دا افغانستان ته د پاکستاني‌ پوځ د مشر لمړنی سفر دی. پاکستان د افغانستان، امریکا او هند له لورې تر کلک فشار لاندې دی چې پخپله خاره کې د اورپکو او ترهګرو ډلو ځالې له منځه یوسي، خو پاکستاني چارواکي ټینګار کوي‌ چې وسله وال طالبان او نور ترهګر یې په هیواد کې نه سمبالیږي او پر دوې نیوکې ناسمې دي.‌

د ارګ په اعلامیې کې دغه راز ویل شوې چې افغان او پاکستاني چارواکو پر ګڼو ګډو اقداماتو هوکړه وکړه او ټینګار یې وکړ چې ”باید په تېر کې بند پاتې نشو او اوسنیو شرایطو ته په کتو جدي اړتیا ده چې راتلونکي ته فکر وکړو او د هوسا راتلونکي لپاره په جدي ډول کار وکړو“.

XS
SM
MD
LG