د لاس رسي وړ اتصالات

جنرال ډنفورډ د افغانستان وضعیت ارزوي


د امریکا د پوځ لوی درستیز جنرال ډنفورډ چې پخوا په افغانستان کې قوماندان و، نن یې په ارگ کې د ولسمشر غني سره ولیدل.
د امریکا د پوځ لوی درستیز جنرال ډنفورډ چې پخوا په افغانستان کې قوماندان و، نن یې په ارگ کې د ولسمشر غني سره ولیدل.

د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، چې افغانستان ته د امریکا د پوځ لوی درستیز جنرال جوزیف ډنفورډ به وضعیت په هر اړخیز ډول وارزوي او په اساس به یې خپلجمهور رئیس ډانلډ ټرمپ او ناټو ته وړاندیزونه برابر کړي.

د امریکا لوی درستیز جنرال جوزیف ډنفورډ چې وړمه ورځ افغانستان ته تللی و نن یې د ارګ په ماڼۍ کې له ولسمشر غني سره وکتل. ارګ افغانستان ته د امریکا د لوی درستیز دا سفر د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو نه د ملاتړ او روزنې په برخه کې د امریکا اوږدمهاله تعهد بولي.

ارګ وايي چې جنرال ډنفورډ به د همدې ارزونو په اساس د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې، سلا مشورو او همکاریو په هدف د ځواکونو د زیاتولو لپاره خپل وړاندیزونه وړاندې کړي.

هاخوا بیا د ملي دفاع وزارت د امریکا د پوځ د لوی درستیز جنرال ډنفورډ نه غواړي چې د خپلو ارزونو په مهال د پرتو ګواښونو ارزونه هم وشي. مثبت اړخونه وارزوي او ددې وزارت د مرستیال ویاند په ويناء تپل شوې جګړه چې په خبره یې پاکستان په افغانستان تپلې او امریکا هم ګواښي واروزل شي.

نظامي څېړونکي بیا پدې باوري دي، چې پدې ارزونه کې دې زیات پام د افغان ځواکونو تجهیز ته واړوي.

جنرال ډنفورډ د ولسمشر غني سره ولیدل
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:16 0:00

جنرال ډنفورډ تر دې وړاندې په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو عمومي قومندان وو.

XS
SM
MD
LG