د لاس رسي وړ اتصالات

غني: هیله داده چې روان اوربند دوام پیدا کړي


جمهور رئیس غني د کوچني اختر د لمانځه وروسته د ارګ جومات مخ ته په وینا کې له طالبانو وغوښتل چې اوربند ته دې دوام ورکړي.
جمهور رئیس غني د کوچني اختر د لمانځه وروسته د ارګ جومات مخ ته په وینا کې له طالبانو وغوښتل چې اوربند ته دې دوام ورکړي.

جمهور رئیس محمد اشرف غني د کوچني اختر په لومړۍ ورځ ( غبرګولی ۲۵ مه)، چې د وسله والو طالبانو له خوا افغان امنیتي ځواکونو سره د اعلان شوي اوربند د لومړۍ ورځې سره برابره ده، د روان اوربند د دوام هیله څرګنده کړې ده.

جمهور رئیس چې د کوچني اختر د لمانځه وروسته یې د ارګ جومات مخ ته د رسنیو پر وړاندې وینا کوله وویل، سږکال وسله والو طالبانو د افغان حکومت د اوربند غږ ته ځواب ویلی او د اختر په ورځو کې یې اوربند اعلان کړی دی.

جمهور رئیس غني وویل " هیله داده، چې دا اوربند دوام پیدا کړي او بیا د چا وینه تویه نه شي. هیله داده، چې دا اوربند دوام پیدا کړي او بیا په افغان مسلمان ولس کې د چا وینه تویه نه شي".

جمهور رئیس غني وویل، میلیونونه افغانان د اعلان شوي اوربند څخه ملاتړ کوي.

هغه د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد کې د شپې له خوا د سولې په ملاتړ د یو شمیر ښځو لاریون اوهم له هلمند څخه کابل ته د هلمند د مدني ټولنې د یو شمیر فعالینو د سولې د کاروان د سلګونو کیلومتره په پښو د حرکت یادونه وکړه او ویې ویل دا ټول سوله غواړي.

جمهور رئیس محمد اشرف غني په خپله وینا کې له طالبانو وغوښتل، چې د دیني عالمانو د منځګړیتوب له لارې دې د سولې خبرو ته غاړه کیږدي.

ښاغلي غني وویل " د طالبانو په رهبرۍ غږ کوو، چې د واقعي او دوامدارې سولې لپاره د ملت ارادې ته لبیک ووایي او د ملي او اسلامي ارزښتونو په رڼا کې د علماو وروستنیو وړاندیزونو ته چمتوالی وښيي. مونږ د سولې پر وړاندې ټول خنډونه له منځه وړي. د ملي وحدت حکومت په دې برخه کې د ملت ارادې ته دروناوی لري او وروستني بې ساري اقدامات یې هم د علماو او هم د خلکو غوښتنو ته په احترام سره ترسره کړي دي... د بین الافغاني سولې لپاره مونږ د علماو منځګړیتوب ته اماده یو او غواړو د سولې مالیکت د ملت سره وي".

جمهور رئیس غني د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د اوربند د اعلان څخه د امریکا، ناټو، اروپايي ټولنې، برتانیا، ملګرو ملتونو او اسلامي هیوادونو د کنفرانس د ملاټړ څخه هم مننه وکړه اویې ویل تیره شپه یې د سعودي عربستان د پادشاه سره په ټیلیفون په خبرو کې په افغانستان کې د سولې په مسله هم له هغه سره خبرې کړي دي.

سږنی اختر په تیرو ۱۷ کلونو کې لومړی اختر دی، چې افغانان د وسله وال طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ د یو اوربند حالت کې یې لمانځي.

افغان حکومت د غبرګولی د میاشتې د ۲۲ مې راهیسې وسله والو طالبانو سره اوربند اعلان کړې، چې د غبرګولی په ۲۹ مه پای ته رسیږي، خو وسله والو طالبانو یوازې د اختر په دریو ورځو کې د افغان ځواکونو سره اوربند اعلان کړی دی.

XS
SM
MD
LG