د لاس رسي وړ اتصالات

غني: کورنیو چارو وزارت کې لا هم بیروکراسي شته


په دې نوې ودانۍ کې په یو وخت ۳۲۰۰ کسان کار کولی شي او په پرمختللو تخنیکي وسایلو سمباله ده.
په دې نوې ودانۍ کې په یو وخت ۳۲۰۰ کسان کار کولی شي او په پرمختللو تخنیکي وسایلو سمباله ده.

افغان ولسمشر نن شنبې په کابل کې د کورنیو چارو وزارت د نوې ودانۍ د پرانیستلو په غونډه کې وویل، څیړنې ښیي چې د دغه وزارت د تیر کال په قراردادونو کې شفافیت نه وو او لا هم بیروکراسي په دغه وزارت کې شته چې باید مخه یې ونیول شي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، څیړنې ښيي چې تیر کال د کورنیو چارو وزارت قراردادونه په شفافه توګه ترسره شوي نه وو او د کورنیو چارو وزارت له چارواکو څخه یې وغوښتل چې په سږني ژمې کې د دغه وزارت په قراردادونو کې شفافیت رامنځ ته کړي.

ولسمشر غني چې د کورنیو چارو وزارت د نوې ودانۍ د پرانیستلو په غونډه کې وینا کوله دغه راز وویل، چې په دغه وزارت کې د بیروکراسۍ له امله د وژل شوو سرتیرو د کورنیو غړو ته پر وخت مرستې نه رسیږي چې دا چاره ورته د منلو وړ نه ده.

هغه وویل "زه له هغو کمیټو سره کښېناستم، چې د شهیدانو کورنیو ته د رسیدا مسولیت لري، له بده مرغه ستاسې اوسنۍ بیروکراسي قطعاً ماته د منلو نه ده، څنګه ممکن ده چې لا هم د شهید یوه کورنۍ په یو کال کې وثیقه جوړوي څو مرستې ورته ورسیږي، نه مې ده د منلو، نه مې ده د منلو."

ولسمشر غني وویل په پخواني اداري سیسټم کې باید بدلون راوستل شي، هغه وویل "که دوی (پولیس) قرباني ورکوي موږ باید ورته ورسیږو، دا طریقې چې پخواني کاغذپراني سیسټم وي دا د منلو وړ نه ده."

ولسمشر غني وویل چې د کورنیو چارو وزارت نوې ودانۍ په پرمختللو او عصري وسایلو سمباله ده او هیله یې وښوده چې له دغو وسایلو څخه په ګټې اخیستنې د بیروکراسۍ مخه ونیول شي.

د کورنیو چارو وزارت نوې ودانۍ چې په ۱۸۳ جریب ځمکه د کابل ښار په شمال ختیځه څنډه کې هوايي ډګر ته نږدې جوړه شوې نن د افغان ولسمشر او د کورنیو چارو وزیر له خوا پرانیستل شوه.

د کورنیو چارو وزارت نوې ودانۍ چې د اوسنۍ هغې په پرتله شپږ برابره لویه ده، ۲۹ لویې او وړې ودانۍ لري.

په دې نوې ودانۍ کې په یو وخت ۳۲۰۰ کسان کار کولی شي او په پرمختللو تخنیکي وسایلو سمباله ده.

د دې نوې ودانۍ په جوړولو ۲۰۰ میلون امریکایي ډالر لګښت راغلی چې د امریکا متحده ایالاتو له خوا ورکړل شوې دی.

د کورنیو چارو زوارت د نوې ودانۍ د جوړولو چارې په ۲۰۱۱ کال کې پيل، تر دې مهاله یې ۹۵ فیصده کار بشپړ شوی او ټاکل شوې د راروان زیږدیز کال د مارچ میاشتې تر پایه پورې یې ساختماني چارې بشپړې شي.

XS
SM
MD
LG